ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښاروالي: د ولسي جرګې ديوه وکيل شرکت مو ميليونونه افغانۍ پور نه راکوي

11 Jun 2017 - 11:41
11 Jun 2017 - 11:41

کابل(پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٦): کابل ښاروالي وايي، توانېدلې چې د تبليغاتي بېلبوردونو د مالياتو له اړخه څه باندې ٨٠ ميليونه افغانۍ چې نږدې نيمايي يې د ولسي جرګې د يوه وکيل په شرکت پورې اړه لري، ټول کړي.

د کابل ښاروالۍ د کلتوري خدمتونو مشرې راحلې کوهستاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې ادارې په تېرو پنځو کلونو کې(له ١٣٩١ تر ١٣٩٥پور) د تبليغاتي بېلبورډونو له اړخه په ترتيب سره ٧٠، ١٠٠، ١١٠، ١٣٠او ١٤٤ ميليونه افغانۍ چې ټولټال ٥٥٤ ميليونه افغانۍ کېږي، عايد درلود.

 هغې څرګنده کړه چې ښاروالۍ توانېدلې چې ٤٧٤ميليونه افغانۍ راټولې کړي او شاوخوا ٨٠ميليونه يې چې له دې بابته د ښاروالۍ د ټولو عوايدو ١٤.٥سلنه جوړوي، تر لاسه کړي.

د کابل ښاروالۍ د کلتوري خدمتونو مشر زياته کړه چې د ١٣٩٥کال له اړخه يې ٤٧٤ميليونه افغانۍ عوايد لرل چې ١٠٦ميليونه يې تر لاسه کړې، خو ٣٨ ميليونه نورې يې چې په لسو شرکتونو پورې اړه لري، نه دي راټولې شوې.

 هغه وويل، له دې تبليغاتي قرار دادي شرکتونو يوازې څلورو ژمنه کړې چې خپل پورونه به د روان کال تر پايله په قسطونو کې د ښاروالۍ حساب ته وسپاري او پاتې ٦ نور شرکتونه د لوړو پوړو او زور واکو اشخاصو دي چې د پور ورکړې ته نه دي حاضر شوي.

د کابل ښاروالۍ د يادو زور واکو د نومونو له اخيستلو ډډه وکړه.

د هندوکش تبليغاتي شرکت مشر غلام رسول قرلق پژواک ته وويل:((د هېواد اقتصادي رکود ددې لامل شو چې له ښاروالۍ نه  شاوخوا اته ميليونه او ٦٠٠ زره افغانۍ پوروړي شو، خو توانېدلي يو چې څلور ميليونه او ٤٠٠ زره ورکړو، پاتې به هم په راتلونکو کلونو کې وسپارو.))

 هغه زياته کړه:(( په څو وروستيو مياشتو کې زموږ پنځه بېلبورډونه ويجاړ شوي، خو ښاروالي وايي چې له قانون سره سم که چېرته بېلبورډونه لګول شوي وي يا نه، ماليات يې اخلي او دا موضوع د شرکتونو په زيان ده.))

قرلق په ورته وخت کې وويل چې د ښاروالۍ مقرره کې د کابل او نورو لرې پرتو سيمو د تبليغاتي بېلبورډونو د محصول ورکړې ميزان عادلانه نه دى او بايد ددغې مقررې په يو شمېر مادو له سره کتنه وشي.

خو د ښاروالۍ د فرهنګي خدمتونو د چارو مشر د تبليغاتي شرکتونو ددې اندېښنې په اړه وويل چې د ښاري خدمتونو د محصول قانون خپلې ستونزې او نيمګړتياوې لري او بايد تعديل په کې راشي.

د ښاروالۍ د کلتوري خدمتونو مشرې له نورو شرکتونو سره ددغې ادارې د پورونو په اړه وويل چې د (مشعل) په نامه يو بل شرکت چې د ولسي جرګې په غړي الماس زاهد پورې اړه لري، حاضر نه دى چې څه باندې ٤٢ميليونه پور ورکړي، دغه پور په ١٣٩١-١٣٩٥ کلونو پورې اړه لري.

راحلې زياته کړه:((ددغه شرکت اصلي پور ٣٩ ميليونه افغانۍ دى، خو په ورکړه کې د ځنډ له امله پرې کلنۍ جريمه هم زياته شوې ده، موږ له اړوندو ارګانونو په ځانګړي ډول څارنوالۍ نه غواړو چې له موږ سره ددغه پور په تر لاسه کولو کې مرسته وکړي.))

خو د کابل ښاروالۍ دغې چارواکې وويل چې دغه شرکت د الماس زاهد له لوري په کوم بل شخص پلورل شوى او نوى مالک يې وايي چې د شرکت پخواني پورونه په دوى پورې اړه نه لري، بايد چې په دې اړه پخواني چارواکي ځواب ووايي.

 مېرمن کوهستاني په ډاګه کړه چې ددغه شرکت ضمانت کوونکى هم ورک شوى او نه موندل کېږي، خو د موضوع د روښانتيا لپاره پژواک له ګڼو هڅو سربېره هم ونه توانېده چې په دې اړه له الماس زاهد سره اړيکه ونيسي.

د کابل ښاروالۍ د فرهنګي خدمتونو د مشرې په خبره، په ټولييز ډول په هېواد کې ١١٣٠ بېلبورډونه لګول شوي چې ٧٣٩ يې د ښاروالۍ اړوند دي چې تبليغاتي شرکتونو ته سپارل شوي او ښاروالۍ  ورڅخه محصول اخلي.

کوهستانۍ وويل چې اوسمهال له هر متر مربع بېلبورد نه په لومړۍ درجه ساحه کې پنځه زره افغانۍ او په دويمه او درېيمه درجه ساحو کې په ترتيب سره څلور زره او درې زره افغانۍ ماليات تر لاسه کوي.

 خو د کابل ښار والۍ د فرهنګي چارو د مشرې په خبره، اوسمهال شاوخوا ٣١٩بېلبوردونه د ښاروالۍ له کنټرول نه بهر دي او کاروونکي يې ماليه نه ورکوي.

راحلې کوهستاني وويل چې د ١٣١ بېلبورډونو له ډلې ٤٥ په دفاع وزارت، ١٨ په مارشال قسيم فهيم بنسټ، ١٠ په احمدشاه مسعود بنسټ، ٥٨په عامې روغتيا وزارت، چاپېريال ساتنې، سرې مياشتې او اطفايې ادارو پورې اړه لري.

سرچينې زياته کړه چې کابل ښاروالۍ تر اوسه پورې څو ځله په ليکلي ډول يادې ادارې سره خبرې کړې او غوښتنه يې ورڅخه کړې چې ډېر ژر دې خپل پورونه ورکړي، خو له بده مرغه چې تر اوسه پورې هېڅ کومې ادارې مثبت ځواب نه دى ورکړى.

خو د ملي دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري پژواک ته تاييد کړه چې د وزارت ٤٥ بېلبورډونه د کابل ښار بېلابېلو ساحو کې شته دي، خو ټول د ملي دفاع وزارت اړونده ساحو کې لګول شوي دي.

 وزيري وويل چې ملي دفاع وزارت د يادو شوو بېلبورډونو له اړخه ښاروالۍ ته د هېڅ ډول کلنۍ ماليې د ورکړې مکليفت نه لري، دفاع وزارت په دې اړه ارګ ته يو مکتوب هم استولى او ترې غوښتنه يې کړې ده چې ملي دفاع وزارت د هر ډول ماليې په ځانګړي ډول د بېلبورد لګولو له اړخه معاف کړي، خو تر اوسه يې د مکتوب ځواب نه دى تر لاسه کړى.

د کابل ښاروالۍ د کلتوري خدمتونو مشر زياته کړه چې دې ادارې همدارنګه د ښاروالۍ له کنټروله بهر د زورواکو د اړوندو ٢٦٠ بېلبوردونو ټولولو کمپاين له يوې مياشتې راهيسې پيل کړى او تر اوسه يې ٦٠ بېلبورډونه د ښار له بېلابېلو ساحو نه را ټول کړي دي. د يادو شوو بېلبورډو اړوندو کسانو د کلنيو مالياتو له ورکړې ډډه کوله.

Hits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.