ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اختر او د يتيمو او بې سرپرسته ماشومانو هيلې

24 Jun 2017 - 06:43
24 Jun 2017 - 06:43

کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٦): د کوچنۍ اختر ورځې د مسلمانانو لپاره له يوې مياشت عبادت وروسته د خوښۍ ورځې دي، خو يتيم او بې سرپرسته ماشومان له هغو کسانو دي چې له دې خوښۍ محروم دي.

د بدخشان ولايت اصلي اوسېدونکى ١٢ کلن رياض الدين يو له هغو ماشومانو دى چې پلار يې مړ شوى او د سرپرست نه لرلو په سبب له درېيو کلونو راهيسې د کابل علاوالدين روزنتون کې ژوند کوي.

نوموړي د پژواک خبري اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې چې اختر د هغه لپاره څه معنا لري؟ وويل: ((اختر يعنې د خپلې مور او پلار تر څنګ ژوند کول چې هر ځاى ولاړ شې او خوښي وکړې.))

رياض زياته کړه: ((ډېر وخت کېږي چې خپله مور پسې خپه شوى يم، يو ځل مبايل را اخلم او مور ته مې زنګ وهم، خو هېڅ نه کېږي چې ورشم او له نږدې يې ووينم، په دې درېيو کلونو کې مې يوازې يو ځل ليدلې ده.))

د بغلان ولايت اصلي اوسېدنکى ١٣ کلن مطيع الله چې څلور کاله وړاندې د مور او پلار له سيوري محروم شوى، اوس په علاوالدين روزنتون کې ژوند کوي او درس وايي.

هغه وويل: ((اختر يعنې د خپلې کورنۍ، مور او پلار تر منځ رښتيني خوښي او نېکمرغي، په روزنتون کې ورور، خور او والدين لرم، خو بيا مې هم د اختر ورځو کې والدين سخت يادېږي، کاش چې اوس يې تر څنګ واى.))

١١ کلنه مهناز وايي چې د مور له مړينې وروسته يې پلار نه غوښتل چې دا لويه کړي، له همدې امله يې روزنتون ته را ولېږله.

هغې وويل: ((هيله مې دا ده چې اختر له خپلې کورنۍ سره تېر کړم، خو نه شم کولى، دا هيله مې زړه کې پاتې ده چې يوه ورځ دې له خپل پلار سره وم.))

١٤ کلن مرسل د ياد روزنتون بله ماشومه ده چې په ډېر کوچينوالي کې يې خپل مور او پلار د جګړې له امله مړه شوي او اوس يې په دې اړه هېڅ هم په ياد نه دي چې مور او پلار يې څنګه وو.

هغې وويل: ((هغه ماشومان چې مور او پلار يې ورسره وي، پر قدر يې دې پوه شي، په اختر کې يې دې لاسونه ښکل کړي، درناوى يې دې وکړي او خوښ دې وي.))

مرسل په ژړغوني انداز وويل: ((هغه ماشومان ډېر نېکمرغه دي چې زموږ په څېر نه وي،  مور او پلار يې ورسره وى، هيله مې د مور او پلار تر څنګ ژوند دى، تېر کال مې اختر کې له خدايه غوښتل چې اى کاش د نورو ماشومانو په څېر د خپلو والدينو تر څنګ وى.))

د علاوالدين روزنتون مدير ماوا پژواک ته وويل، په دغه روزنتون کې ١١٠ نجونې او ١٤٠ يتيم او بې سرپرسته هلکان ساتل کېږي.

هغې وويل، هر کال هڅه کوي چې د اختر په ورځو کې دغه ماشومانو ته د جامو ډالۍ کولو تر څنګ هغوى تفريح ځايونو ته بوځي او د خوښۍ زمينه ورته مساعده کړي.

خو د روزنتون مديرې  زياته کړه: ((هر څومره چې موږ د هغوى معنوي ميندې او پلرونه يو، خو اصلي مور او پلار يوه نايابه مېوه ده، هېڅوک هم نه شي کولى چې ځاى يې ونيسي، ماشومان په اختر کې ځان خوشحاله ښيي، خو زړونه يې غواړي چې اختر له خپلو کورنيو سره تېر کړي.))

د علاوالدين روزنتون مديرې له سوداګرو او شتمنو وغوښتل چې د اختر ورځو کې دغه يتيم او بې سرپرسته ماشومان په ياد ولري، له دوى سره دې مرسته وکړي چې ياد شوي ماشومان هم د خوښۍ ورځې تېرې کړي.

دا يوازې د علاوالدين روزنتون ماشومان نه دي چې له خپلو کورنيو سره يې د اختر ورځو شپو تېرولو هيله ځوروي، د کاراو ټولنيز چارو وزارت شمېرې څرګندوي چې د ټول هېواد په کچه ١٢ زره يتيم او بې سرپرسته ماشومان شته چې ګڼ هغه يې د اختر شپې ورځې له دا ډول هيلې سره تېروي.

Hits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.