لښکرګاه (پژواک،١٨چنګاښ٩٦): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله د يوې ښځې په ګډون دوه تنه مړه شوي او يوه بله نجلۍ ټپي شوې ده.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د چنګاښ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د ګرشک په يخچال سيمه کې يو ٣٠٣ موټر له يوه موټرسايکل سره جنګېدلى دى.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې يو سړى او يوه ښځه مړه شوي او يوه لس کلنه نجلۍ ژوبله شوې ده.
ده زياته کړه، پېښه د موټرچلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده. هغه له سيمې تښتېدلى، خو امنيتي ځواکونو د موټر اړوند يو بل کس نيولى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن