کابل (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٦): د پوليسو لومړنۍ پلټنې ښيي چې د کابل ښار په "پل سوخته" سيمه کې په نشه د روږدو کسانو د راټولېدو په سيمه کې چاودنه چې له امله يې ٤ کسان وژل شوي او ٣٥ نور ټپيان وو، د ګاز ډبې د چاودېدو له امله وه.
دغه چاودنه د چنګاښ په ١٩مه د شپې مهال د کابل ښار د شپږمې ناحيې اړوند تر پل سوخته لاندې رامنځ ته شوې وه.
د کابل د پوليسو د ١٠١ اسمايي زون د قوماندانۍ وياند بصير مجاهد نن پژواک خبري اژانس ته وويل، لومړنۍ پلټنې ښيي چې دغه چاودنه د ګازډبې د چاودېدو له امله وه چې روږدو کسانو ترې استفاه کوله.
خو نوموړي وويل چې د دې چاودنې څرنګوالى د پوليسو تر لا ډېرو پلټنو لاندې دى او د څېړنې پايلې به د نن ورځې تر پاى پورې له رسنيو سره شريکې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د هغه په وينا، دوو تنو روږدو سيمې ته د پېښې د پلټنې په موخه ورغلي پلاوي ته ويلي چې چاودنه د لاسي بم په وسيله رامنځ ته شوې ده.
د مجاهد په وينا، په دې پېښه کې څلور کسان چې روږدي وو وژل شوي خو تر اوسه يې هويت نه دى معلوم شوى او ٣٥ نور ټپيان دي.
هغه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې د دې پېښې ډېرى ټپيان له درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن