لښکرګاه (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٦) : د هلمند ولايت چارواکي وايي چې د امريکايي ځواکونو په هوايي بمبار کې د دوو قوماندانانو په ګډون ١٦ پوليس وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د چنګاښ په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه پرون تر غرمې مخکې په ګرشک ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه.
هغه زياته کړه،امريکايي ځواکونو په تېروتنې سره د پوليسو پر هغې پوستې بمبار کړى چې تازه يې سيمه له وسله والو طالبانو نيولې وه.
د ځواک په وينا، په دې پوسته کې ټول ١٨ تنه وو، چې د دوو قوماندانانو په ګډون ١٦ تنه يې وژل شوي او ٢ نور ټپيان دي.
د والي وياند د پېښې د څرنګوالي په اړه وويل، له پېښې نيم ساعت مخکې امريکايي ځواکونو ته په ياده سيمه کې د طالبانو د شتون په اړه کوردينات ورکړل شوي وو.
دى وايي، امريکايي ځواکونو په داسې حال کې ياده سيمه بمبار کړې چې شل دقيقې مخکې پوليسو دغه سيمه له طالبانو نيولې وه.
د هغه په وينا، امريکايي ځواکونو د مخکنيو کوردينات له مخې ياده سيمه بمبار کړې او مرګ ژوبله يې اړولې ده.
امريکايي ځواکونو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ياده پېښې منلې او د پېښې د قربانيانو کورنيو ته يې تسليت ويلى دى.
دوى زياته کړې چې دا بمبار يې په تېروتنې کړى او له افغان ځواکونو سره يې په ګډه پلټنې پيل کړې دي.
د يادونې ده چې امريکايي ځواکونو تر دې مخکې هم دا ډول تېروتنې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن