ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلور امنيتي سرتېري او ٢٦ طالبان وژل شوي

څلور امنيتي سرتېري او ٢٦ طالبان وژل شوي

author avatar
7 Aug 2017 - 18:23
څلور امنيتي سرتېري او ٢٦ طالبان وژل شوي
author avatar
7 Aug 2017 - 18:23

هرات-ښرنه-لښکرګاه(پژواک،١٦زمرى٩٦): په درېيو ولايتونو کې څلور امنيتي سرتېري او ٢٦ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

په هرات کې يوې حکومتي سرچينې د زمري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په شينډنډ ولسوالۍ کې نن سهار د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي دي.

هغه زياته کړه: (( دغه سرتېري د دندې خواته روان وو چې د طالبانو له کمين سره مخ شوي او هغوى هم دغه درې کسان وژلي او د دوى وسلې يې له ځانه سره وړې دي.))

د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف هم پژواک ته وويل چې د ملي اردو دغه سرتېري طالبانو وژلي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

د هلمند د والي وياند عمرځواک پژواک ته وويل چې د ګرشک په يخچال سيمه کې امنيتي ځواکونو پر طالبانو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دې بريدونو کې د طالبانو د سرګروپ ملا هيبت الله په ګډون ١٦ طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

ده وويل چې د ګرشک په سربند سيمه کې هم اووه طالبان د امنيتي ځواکونو په بريد کې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

دغه راز ځواک وويل چې په سنګين ولسوالۍ کې هم يو طالب وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

ده وويل چې په يادو جګړو کې يو د ملي اردو سرتېرى وژل شوى او اته نور امنيتي سرتېري ټپيان دي.

د ځواک په خبره چې په يادو جګړو کې د وسله والو طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

دغه راز  د پکتيکا په مټاخان ولسوالۍ کې هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.