ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: غواړم د ګومارنو پروسه کې مې واکونه کم شي

غني: غواړم د ګومارنو پروسه کې مې واکونه کم شي

author avatar
8 Aug 2017 - 17:20
غني: غواړم د ګومارنو پروسه کې مې واکونه کم شي
author avatar
8 Aug 2017 - 17:20

کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٦): ولسمشر محمد اشرف غنيله  فساد سره مبارزه کې پر اجماع او ملي بحث ټينګار کوي او وايي چې له فساد سره د مبارزې فرهنګ د بدلون په حال کې دى او اوسهال په حکومت کې له فساد سره د مبارزې ټوليزه سياسي اراده شته ده.

نوموړي چې نن يې امنيتي او دفاعي سکتور کې له فساد سره د مبارزې ګډ کنفرانس ته خبرې کولې، وويل چې په امنيتي او دفاعي ارګانونو کې قانون ماتونه او فساد يوه ستره ستونزه ده، خو څنګه چې له قاتلانو او باغيانو سره مبارزه کېږي، د فساد او قانون ماتونې په برخو کې دې هم جدي مبارزه وشي.

غني په امنيتي او دفاعي دستګاوو کې اصلاحات، په هېواد کې د امنيت خوندي کېدو يوازېنۍ لار وبلله او ويې ويل: ((له اصلاحاتو پرته نه امنيت راځي او نه هم مهم پراختيايي پروګرام عملي کېږي، موږ د فساد لاملونه پېژندلي، د اصلاحاتو د اجرا کولو لاره مې تشخيص کړې، د خلکو په ملاتړ کولى شو چې د استفاده ګرو لاسونه له دې دستګاوو نه لنډ کړو.))

هغه په ډاګه کړه، کوم کسان چې د هېواد او خلکو د امنيت او عزت لپاره هڅه کوي، له حقونو يې دې سترګې نه پټېږي، د هر سرتېري حقوق دې ورکړل شي، څو په خپلو ليکو کې عدالت احساس کړي، د هېواد او خلکو د امنيت لپاره لا زياتې هڅې وکړي.

غني وايي: ((کله کله له سرتېرو، بريدملانو او افسرانو سره په بېلابېلو کچو خبرې کوم، ګورم چې کله حتى ساده ډوډۍ هم نه ور رسېږي، امکاناتو او تجهيزاتو ته پر وخت لاسرسى نه پيدا کوي، دا غلا د چا کار دى؟))

هغه وويل، غلا د هغو کسانو کار دى چې د زور واکو، ونډه والو او يا هم فساد پر فشار او مرسته مقرر شوي: ((ولې د تدارکاتو موضوع د ټولو اعتراضونو سبب شوه؟ ځکه چې په تېرو دوو نيمو کلونو کې د ميليونونو ډالرو درغلۍ مخنيوى شوى، په راتلونکي کې به هم د سلګونه ميليونو نورو ډالرو مخنيوى هم وشي.))

ولسمشر له اداري فساد سره د مبارزې کنفرانس موخه له فساد سره د مبارزې چاره کې د بنسټونو ګډون وباله او ټينګار يې وکړ چې له دې لارې به ټول بنسټونه ځواب ويونکي وي.

نوموړي له فساد سره د مبارزې په برخه کې مشارکت يو مثبت فرهنګ وباله او ویې ويل: ((اوسمهال ټول له فساد سره د مبارزې يوه ليکه کې ولاړ يو، په دې برخه کې پياوړې سياسي اراده رامنځته شوې، له فساد سره مبارزه اوس پر یو مسوول ټېم بدله شوې ده.))

ولسمشر څرګنده کړه چې دى، ډاکتر عبدالله او سرور دانش له فساد سره د مبارزې پياوړې ژمنه کړې او له يوه ليد لوري سره په يوه مسير ګام اخلي.

هغه په ډاګه کړه چې ارګ او اجرائيه رياست يوه موخه لري، په يوه صف روان دي، د امنيتي سکتور، لويې څارنوالۍ او له فساد سره د مبارزې برخې نه د ملاتړ بشپړه اراده لري او فساد نه شي زغملى.

نوموړي د عدلي او قضايي ارګانونو پر خپلواکۍ د ټينګار تر څنګ وويل، هر څوک چې د محکمو په چارو کې لاسوهنه وکړي، دا خپله فساد او د منلو وړ نه دى، قانون ته ټول يو شان دي، سياست په دې معنا نه دى چې خپلوانو او قوميانو ته له جرمه برائت ورکړو، دا يوه جفا ده.

نوموړي وويل چې په کشف کې پوليس، د دعوا ترتيب کې لويه څارنوالي، فيصله کې قضا او پلي کېدو کې عدليه وزارت مسووليت لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.