ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: غواړم د ګومارنو پروسه کې مې واکونه کم شي

8 Aug 2017 - 12:50
8 Aug 2017 - 12:50

کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٦): ولسمشر محمد اشرف غنيله  فساد سره مبارزه کې پر اجماع او ملي بحث ټينګار کوي او وايي چې له فساد سره د مبارزې فرهنګ د بدلون په حال کې دى او اوسهال په حکومت کې له فساد سره د مبارزې ټوليزه سياسي اراده شته ده.

نوموړي چې نن يې امنيتي او دفاعي سکتور کې له فساد سره د مبارزې ګډ کنفرانس ته خبرې کولې، وويل چې په امنيتي او دفاعي ارګانونو کې قانون ماتونه او فساد يوه ستره ستونزه ده، خو څنګه چې له قاتلانو او باغيانو سره مبارزه کېږي، د فساد او قانون ماتونې په برخو کې دې هم جدي مبارزه وشي.

غني په امنيتي او دفاعي دستګاوو کې اصلاحات، په هېواد کې د امنيت خوندي کېدو يوازېنۍ لار وبلله او ويې ويل: ((له اصلاحاتو پرته نه امنيت راځي او نه هم مهم پراختيايي پروګرام عملي کېږي، موږ د فساد لاملونه پېژندلي، د اصلاحاتو د اجرا کولو لاره مې تشخيص کړې، د خلکو په ملاتړ کولى شو چې د استفاده ګرو لاسونه له دې دستګاوو نه لنډ کړو.))

هغه په ډاګه کړه، کوم کسان چې د هېواد او خلکو د امنيت او عزت لپاره هڅه کوي، له حقونو يې دې سترګې نه پټېږي، د هر سرتېري حقوق دې ورکړل شي، څو په خپلو ليکو کې عدالت احساس کړي، د هېواد او خلکو د امنيت لپاره لا زياتې هڅې وکړي.

غني وايي: ((کله کله له سرتېرو، بريدملانو او افسرانو سره په بېلابېلو کچو خبرې کوم، ګورم چې کله حتى ساده ډوډۍ هم نه ور رسېږي، امکاناتو او تجهيزاتو ته پر وخت لاسرسى نه پيدا کوي، دا غلا د چا کار دى؟))

هغه وويل، غلا د هغو کسانو کار دى چې د زور واکو، ونډه والو او يا هم فساد پر فشار او مرسته مقرر شوي: ((ولې د تدارکاتو موضوع د ټولو اعتراضونو سبب شوه؟ ځکه چې په تېرو دوو نيمو کلونو کې د ميليونونو ډالرو درغلۍ مخنيوى شوى، په راتلونکي کې به هم د سلګونه ميليونو نورو ډالرو مخنيوى هم وشي.))

ولسمشر له اداري فساد سره د مبارزې کنفرانس موخه له فساد سره د مبارزې چاره کې د بنسټونو ګډون وباله او ټينګار يې وکړ چې له دې لارې به ټول بنسټونه ځواب ويونکي وي.

نوموړي له فساد سره د مبارزې په برخه کې مشارکت يو مثبت فرهنګ وباله او ویې ويل: ((اوسمهال ټول له فساد سره د مبارزې يوه ليکه کې ولاړ يو، په دې برخه کې پياوړې سياسي اراده رامنځته شوې، له فساد سره مبارزه اوس پر یو مسوول ټېم بدله شوې ده.))

ولسمشر څرګنده کړه چې دى، ډاکتر عبدالله او سرور دانش له فساد سره د مبارزې پياوړې ژمنه کړې او له يوه ليد لوري سره په يوه مسير ګام اخلي.

هغه په ډاګه کړه چې ارګ او اجرائيه رياست يوه موخه لري، په يوه صف روان دي، د امنيتي سکتور، لويې څارنوالۍ او له فساد سره د مبارزې برخې نه د ملاتړ بشپړه اراده لري او فساد نه شي زغملى.

نوموړي د عدلي او قضايي ارګانونو پر خپلواکۍ د ټينګار تر څنګ وويل، هر څوک چې د محکمو په چارو کې لاسوهنه وکړي، دا خپله فساد او د منلو وړ نه دى، قانون ته ټول يو شان دي، سياست په دې معنا نه دى چې خپلوانو او قوميانو ته له جرمه برائت ورکړو، دا يوه جفا ده.

نوموړي وويل چې په کشف کې پوليس، د دعوا ترتيب کې لويه څارنوالي، فيصله کې قضا او پلي کېدو کې عدليه وزارت مسووليت لري.

نوموړي زياته کړه: ((يوه نجيبه کړۍ دې جوړه شي، هر څوک چې د عدلي او قضايي ادارو د پرېکړې او يا هم د جرايمو کشف کې لاسوهنه کوي، په رښتيا  دې مجازات شي.))

ولسمشر وويل: “غواړم چې د مقرريو په پروسه کې زما واکونه کم شي، د اړوند ارګانونو رول پياوړى شي او د روڼتيا بهير رامنځته شي، څو خلک په کې خپل ځانونه وويني.

هغه دغه راز په دولتي ادارو کې مقرريانې مهمې وبللې ويې ويل، څوک کې د واسطې له مخې ګومارل کېږي، يوه دستګاه په فساد ککړوي او حساب ورکونه د قوانينو له مخې نه، بلکې شخصي کېږي.

هغه وويل، د نظام د پياوړتيا لپاره يوې سراسري اجماع ته اړتيا ده او زياته يې کړه: “په اداري، امنيتي او دفاعي ځواکونو کې له فساد سره د مبارزې په اړه ملي بحث دې ترسره شي.”

د يادونې ده، نن د ولسمشر په شتون کې د لويې څارنوالۍ، ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت د عمومي رياست ترمنځ په امنيتي او دفاعي سکتور کې له اداري فساد سره د ګډې مبارزې د ملګرتيا هوکړه ليک لاسليک شو.

د هېواد لوى څارنوال، څارنپوه محمد فريد حميدي وويل: “د دغه هوکړه ليک د لاسليک کېدو موخه دا ده چې موږ غواړو په امنيتي سکتورونو کې د فساد پر وړاندې په مبارزې سره، د امنيتي ځواکونو وړتياوې لوړې کړو او نننۍ غونډه د يوه ميکانيزم د رامنځته کېدو لامل شوه او سربېره پر دې، زموږ امنيتي ځواکونه ځواب ویونکي دي چې خلکو ته ځواب ووايي.”

نوموړي زياته کړه چې دغه هوکړه ليک په امنيتي او دفاعي ارګانونو، په تدارکاتي او لوجستيکي ډګرونو کې د فساد د مخنيوي او اصلاحاتو لامل هم کېږي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست تورن جنرال طارق شاه بهرامي هم فساد يوه جدي ننګونه او پر مهاربوي، جنګي وړتياوو، د اردو قطعاتو د منسوبينو  پر  ورسپارل شوو چارو اغېز ښندونکى وباله او ويې ويل چې دغه وزارت له اداري فساد سره په مبارزه کې د کشف، څېړنې، رسېدګۍ، کادري او جوړښتي نظام د اصلاح په پروسه کې عملي او جدي ګامونه پورته کړي او نړيوالې ټولنې ته د حکومت ورکړو ژمنو ته ځان مکلف ګڼي.

هغه وويل چې د بډو اخيستلو، د دندو له واکونو څخه ناسمه ګټه اخيستنه، د اسنادو د درغلۍ د جرمونو په ١٢٢ دوسيو کې چې د جنرالانو، ډګروالانو، تورنو، ډګرمنانو، جګړنانو، بريدملانو او سرتېرو په شمول ٣٣١ شکمن کسان په کې شامل دي، د سترو جرمونو قضايي او د عدلي مرکز او له فساد او جرمونو سره د مبارزې څارنواليو ته سپارل شوي چې له يادې جملې څخه د ٥٨ دوسيو حکم صادر شوى او نورې تر کار لاندې دي.

د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال ډګر جنرال جانان بارکزي يادونه وکړه چې د کورنيو چارو وزارت هم له فساد څخه پاک نه دى او زياته يې کړه: “موږ له دې ستونزې سره هم لاس او ګرېوان يو؛ خو په ورته وخت کې له فساد سره د مبارزې لپاره ټينګه اراده لرو او جدي هڅې کوو.”

د هغه په وينا، د کورنيو چارو وزارت د لويې څارنوالۍ عدلي او قضايي تعقيبونو لپاره ١٣٥شکمنې دوسيې چې د ١١ جنرالانو او ١٧٧ افسرانو په شمول ٢٧٩ کسان په کې شامل دي، استولې دي او له قراردادي شرکتونو څخه يې ١٣٣ميليونه افغانيو باقيات اخيستي او د دولت خزانې ته يې سپارلې دي.

د ملي امنيت رييس معصوم ستانکزي هم له اداري فساد سره د مبارزې هوکړه ليک لاسليکېدل مهم وبلل او ويې ويل چې ملي امنيت د دې هوکړه ليک عملي کېدو ته ژمن دى.

نوموړي د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان د خلکو مدافعين وبلل او زياته يې کړه چې بايد د فساد مخه ونيول شي، سرتېرو ته يې حق ورکړل شي او له فساد سره رښتينې مبارزه وشي.

Hits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.