ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بګرام کې ۳۱ میله وسلې نیول شوې دي

بګرام کې ۳۱ میله وسلې نیول شوې دي

author avatar
17 Aug 2017 - 11:35
بګرام کې ۳۱ میله وسلې نیول شوې دي
author avatar
17 Aug 2017 - 11:35

چاريکار (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٦): د ملي امنيت موظفينو تېره شپه د پروان په بګرام ولسوالۍ کې له يوه کور څخه ٣١ ميله سپکې امريکايي او روسۍ وسلې او يوه اندازه مهمات ترلاسه کړل.

د پروان د امنيې قوماندانۍ وياند محمدعالم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت موظفينو دغه وسلې او مهمات د بګرام ولسوالۍ په موسى زي کلي کې له يو کوره تر لاسه کړي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې وسلو کې څلور روسۍ پيکا، درې روسي کلاشينکوفونه، څلور مکس امريکايي ټوپک او شل امريکايي تومانچې شاملې دي.

سرچينه زياتوي چې له دغه کور څخه په ترلاسه شوو مهماتو کې ٣٠٠ صندوقه د کلاشينکوف، ١٣ صندوقه د تومانچې او سل د پيکا مرمۍ، يو شمېر د کلاشينکوف او تومانچې شارژورونه او نور مهمات شامل دي.

هغه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په دې تړاو څوک نه دي نيول شوي او مظنون کسان تښتېدلي دي.

امنيتي ځواکونو د روان کال په وري مياشت کې هم د بګرام ولسوالۍ د جعفرخېلو کلي په يوه کنډواله کې لس ټنه چاودېدونکي توکي کشف او ضبط کړل، خو په تړاو يې څوک نه و نيولي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.