کندوز- کلات (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦) : د کندوز او زابل ولايتونو په دوو ترافيکي پېښو کې ١١ کسان مړه او ١٤ نور ټپيان شوي دي.
د کندوز چارواکي وايي چې نن له غرمې مخکې د خان اباد ولسوالۍ پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله ٢١ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خان اباد ولسوال حيات الله اميري پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شاوخوا يوولس بجې د ولسوالۍ اړوند د خواجه پشتې په سيمه کې د دولتي ځواکونو يو هاموې موټر له ملکي موټر سره ټکر کړى دى.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې ملکي او نظامي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.
د کندوز د حوزوي روغتون سرطبيبه ډاکتره مرضيه سلام پژواک اژانس ته وويل چې له يادې پېښې ورته ٨ جسدونه او ١٣ ټپيان ور وړل شوي چې ملکيان او نظاميان دواړه په کې شامل دي.
خو ډاکترې دا په ډاګه نه کړه چې څو تنه نظاميان او څو ملکيان دي.
نوموړې وايي چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي د يادې پېښې د تاييد تر څنګ وويل چې پوليسو د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې او يو پلاوى يې هم سيمې ته لېږلى دى.
بلخوا نن له غرمې مخکې د کابل- کندهار پر لويه لاره د زابل ولايت په مربوطاتو کې هم ترافيکي پېښه رامنځته شوې ده.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال پژواک ته وويل چې دا ترافيکي پېښه د سپرليو د ٣٠٣ او فيلډر موټر تر منځ په شهر صفا ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې له دواړو موټرو درې کسان مړه او يو ټپي شوى دى.
نوموړي د ٣٠٣ موټر چلوونکى پر بې احتياطۍ تورن کړ او ويې ويل چې هغه تښتېدلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن