ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هوايي ځواکونو د کرکټ  لوبـډلې د ورزشي خبريالانو سازمان ته ماتې ورکړه

د هوايي ځواکونو د کرکټ لوبـډلې د ورزشي خبريالانو سازمان ته ماتې ورکړه

author avatar
12 Dec 2017 - 16:09
د هوايي ځواکونو د کرکټ  لوبـډلې د ورزشي خبريالانو سازمان ته ماتې ورکړه
author avatar
12 Dec 2017 - 16:09

کابل (پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٦) : د افغانستان د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو د کرکټ لوبډلې د ورزشي خبريالانو د سازمان لوبـډلې ته ماتې ورکړه.

د دغه سازمان يو تن مشر واصل وصال د ليندۍ په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د کرکټ دا  دوولس اووريزه لوبه نن تر غرمې مخکې د ملي اردو په ښوونيزه اکاډمۍ کې ترسره شوه.

هغه زياته کړه، د لوبې پچه د ورزشي سازمان لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه .

د وصال په وينا، د سازمان لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره  دهوايي ځواکونو لوبډلې ته د ۷۷ منډو هدف وټاکه.

دى وايي، د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو کرکټ لوبډلې ياد هدف د لوبې په شپږم اوور کې د يوه لوبغاړي په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د هوايي ځواکونو لوبغاړى عبدالقاسم غوره لوبغاړى وټاکل شو چې د خپلې لوبـډلې په ګټه يې ٤٥ ناسوځېدلې منـډې جوړې کړې.

ددې لوبې د پاى په مراسمو کې د ملي اردو د ښوونيزې اکاډمۍ مشر پوهنمل بريد جنرال ارکانحرب محمد صادق  او د يادې اکاډمۍ د بدني روزنې او سپورټ امر ډګروال استاد محمد اشرف تقدير او د ورزشي خبريالانو د سازمان غړو برخه اخيستې وه.

په دې مراسمو کې ګټونکې لوبـډلې او د دواړو لوبډلو لوبغاړو ته مډالونه او تقديرنامې ورکړل شوې.

ارکانحرب محمد صادق تر لوبې وروسته پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې دا ډول لوبې ترسره کول ګټور اقدام وباله او ژمنه يې وکړه چې دا ډول لوبو ته به ادامه ورکړي.

د ورزشي خبريالانو د سازمان غړي فريد الله محمدي له ملي ځواکونو څخه د خپل ملاتړ ترڅنګ وويل، دا ډول لوبو سره له ملي ځواکونو سره د خلکو مينه زياتېږي او ځواکونو ته روحيه ورکول کېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.