کابل (پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٦): په پېښور کې افغان جنرال کونسل وايي چې له پښتونخوا ايالت سره د قبایلي سیمې پر يو ځاى کولو افغان حکومت اعتراض نه لري، خو ویلي یې دي چې تر دغه کار مخکې باید د قبایلو خلک وپوښتل شي.
د خيبر پښتونخوا ايالت کې افغان کونسل جنرال معين مرستيال دغه څرګندونې پرون په پېښور کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، له خيبر پښتونخوا ايالت سره د قبايلي سيمو يو ځاى کولو په اړه بايد د قبايلي ولس رضايت شامل وي.
مرستيال زياته کړې: ((افغان حکومت د پاکستان د حکومت له دې پرېکړې سره مخالف نه دى، چې قبايلي سيمې دې له خيبر پښتونخوا سره يو ځاى شي، خو په دې اړه تر پرېکړې مخکې بايد د قبايلي علماوو، قومي مشرانو او عامو خلکو نظر واخيستل شي.))
د افغانستان جنرال کونسل د ايران د چابهار بندر په اړه وويل چې دغه بندر د افغانستان او پاکستان پر سوداګرۍ ناوړه اغېزه نه کوي.
د هغه په وينا، د چابهار بندر له لارې افغانستان او ايران ته له منځني اسيا هېوادونو سره د سوداګرۍ اسانتيا رامنځته کېږي.
مرستيال ويلي، د کراچۍ بندر د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ اړتياوې پوره کوي.
د يادونې ده، د چابهار بندر تېره مياشت د ايران د ولسمشر له خوا پرانيستل شو او افغانستان ته د دغه بندر له لارې له هندوستان څخه سلګونه ټنه غنم را رسېدلي دي.
معين مرستيال زياته کړې، د سوداګريزو، کلتوري او اقتصادي اړيکو له پراختيا سره د دواړو هېوادونو تر منځ سياسي اختلافات کمېدلى شي.
د هغه په وينا، که څه هم د کونسلګرۍ واکونه محدود دي، خو دوى غواړي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په نورو برخو کې لکه پوهنه، ترانسپورټ او کلتور په کچه اړيکې پياوړې شي.
ده ويلي: ((زه به هڅه وکړم چې کونسلګري د سياسي اختلافاتو مرکز نه شي.))
هغه زياته کړه چې امريکا، چين او هند خپلې ګټې غواړي، پاکستان او افغانستان هم بايد خپلې ګټې خوندي کړي.
login or register a new account.