ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال رازق: حکومت دې اساسي قانون د نورو پر وړاندې د شخصي وسیلې په توګه نه کاروي

جنرال رازق: حکومت دې اساسي قانون د نورو پر وړاندې د شخصي وسیلې په توګه نه کاروي

author avatar
7 Jan 2018 - 19:07
جنرال رازق: حکومت دې اساسي قانون د نورو پر وړاندې د شخصي وسیلې په توګه نه کاروي
author avatar
7 Jan 2018 - 19:07

کندهار (پژواک، ۱۷ مرغومی ۹۶): د کندهار امنیه قوماندان وايي، حکومت دې له اساسي قانون څخه د خپلو مخالفانو پر وړاندې د شخصي وسیلې په توګه کار نه اخلي.

نوموړي دغه څرګندونې د ولایت مقام د غونډو په تالار کې د اساسي قانون د اوونۍ د نمانځلو غونډې ته وکړې چې د هغه تر څنګ په کې د کندهار والي زلمي ويسا، د ولایت مقام مرستيالانو، د سرحدونو او قبایلو چارو وزير محمد شفيق ګل اغا شېرزي، قومي مشرانو، مدني فعالانو، مېرمنو او سلګونو عامو خلکو ګډون کړی وو.

جنرال عبدالرازق وویل، د افغانستان اساسي قانون د ډېرو قربانیو په پایله کې جوړ شوی او په تمامه معنا له اسلامي شریعت سره سمون لري.

خو هغه وویل چې تل له اساسي قانون څخه په یوه او بله ناسمه ګټه اخیستل شوې ده.

نوموړي وویل، دا سمه ده چې په اساسي قانون کې به ځینې ستونزې وي، خو وسله وال طالبان کولی شي د خبرو مېز ته را وړاندې شي او په دې اړه خبرې پیل کړي.

دی وايي، ټول ولس اساسي قانون مني، خو هر څوک چې قدرت ته رسېدلي، له اساسي قانون څخه یې د نورو په مقابل کې ناسمه ګټه اخیستې ده.

هغه د حکومت پر مشرانو غږ وکړ چې قانون د ټولو لپاره یو دی، موخه دا ده چې د اساسي قانون د پلي کېدو لپاره کار  وکړو، نه دا چې د یوه او بل په مقابل کې یې د خپلې شخصي وسیلې په توګه وکاروو.

ده وویل: ((د دې نظام پایې د خلکو په وینو ټینګې شوي، موږ باید په هر حالت کې د نظام پایې مستحکمې وساتو، حکومتونه ځي او راځي، هغوی ولسوالۍ او ولایتونه وېشلی شي، خو نظام او نظامي ځواکونه د یوه او بل پر وړاندې نه شي درولی.))

هغه د خپلو خبرو په لړ کې د پاکستان په اړه د نوې پالیسۍ ننګه وکړه او ویې ویل، هغه وخت را رسېدلی چې نړیواله ټولنه د پاکستان د استخباراتي ادارې مشران او د پنجاب جنرالان نړیوالې محاکمې ته را کش کړي او له هغوی څخه د لکونو افغانانو او د ناټو د ۵زره سرتېرو د وژل کېدو پوښتنه وکړي.

ده یادونه وکړه چې نړیواله ټولنه دې نور پښتانه او بلوڅان د پنجاب تر چړې لاندې نه ساتي.

غونډې ته د کندهار والي زلمي ویسا، د سرحدونو او قبایلو چارو وزير ګل اغا شېرزي او نورو مشرانو هم خبرې وکړې چې د اساسي قانون پر بشپړ حاکمیت یې ټینګار کاوه.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په داسې حال کې د اساسي قانون پر حاکمیت ټینګار کاوه چې څو ورځې وړاندې یې له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې ویلي و چې هغه ولس راوستلی او ولسمشر یې له دندې ګوښه کولی نه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.