Pajhwok Afghan News

هلمند کې د ملي اردو سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

لښکرګاه (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٦): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ملي اردو څلور سرتېري او اووه طالبان وژل شوي او د ملي اردو نهه سرتېري ټپيان دي.

په ګرشک کې يوې باوري امنيتي سرچيني د مرغومي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې څلور د ملي اردو سرتېري وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

د سرچيني په وينا، په دې جګړه کې اووه طالبان هم وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د هلمند حکومتي چارواکو په دې اړه تر اوسه په رسمي ډول رسنيو ته څه نه دي ويلي.

بلخوا د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې د ګرشک ولسوالۍ په تُرابي هوټل سيمه کې طالبانو د ملي اردو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې پنځه د اردو سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

هلمند د افغانستان د تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې شپږ ولسوالۍ له وسله والو طالبانو سره دي او د پاتې نورو يې يواځې مرکزونه د حکومت په لاس کې دي.

Views: 0

Exit mobile version