ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اورکزو ايجنسۍ کې د بې پیلوټه الوتکې برید کې د حقاني ډلې یو قوماندان وژل شوی

په اورکزو ايجنسۍ کې د بې پیلوټه الوتکې برید کې د حقاني ډلې یو قوماندان وژل شوی

author avatar
24 Jan 2018 - 12:23
په اورکزو ايجنسۍ کې د بې پیلوټه الوتکې برید کې د حقاني ډلې یو قوماندان وژل شوی
author avatar
24 Jan 2018 - 12:23

کابل (پژواک، ٤ سلواغه ٩٦): د ډيورنډ کرښې پورې غاړه  د قبايلي سيمې په اورکزو ايجنسۍ کې د امريکا په يوه بې پيلوټه هوايي بريد کې د حقاني ډلې قوماندان وژل شوى دى.

پاکستاني رسنيو د سلواغې په ٤مه د ځايي چارواکو په حواله خبر ورکړى چې دغه بريد نن سهار وخته د اورکزو ايجنسۍ او شمالي وزيرستان تر منځ د سپين ټل سيمې د ډپه ماموزۍ  په سيمه کې شوى دی.

سرچينې زياته کړې، د امريکا يوې بې پیلوټه الوتکې د حقاني ډلې پر يوه مرکز بريد کړى چې په ترڅ کې يې د يوه قوماندان په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.

امنيتي سرچينو ويلي چې د حقاني ډلې وژل شوى قوماندان احسان نومېده چې په خوريې مشهور و.

د راپورونو له مخې، په دغه بريد کې ياد مرکز هم ويجاړ شوى دى.

د امريکا بې پيلوټه الوتکې په داسې حال کې پر حقاني ډلې بريد کړى چې افغان حکومت د کابل پر انټر کانټېننټال هوټل  د بريد مسووليت پر حقاني ډلې اچولى دى.

تر ياد بريد وروسته امريکا د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې د حقاني ډلې او طالب مشران له خپلې خاورې وباسي او افغان حکومت ته يې وسپاري.

خو پاکستان دا ډول ادعاوې تل رد کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.