ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټرمپ: طالبانو سره نور خبرې نه کوو، له منځه يې وړو

ټرمپ: طالبانو سره نور خبرې نه کوو، له منځه يې وړو

author avatar
30 Jan 2018 - 09:18
ټرمپ: طالبانو سره نور خبرې نه کوو، له منځه يې وړو
author avatar
30 Jan 2018 - 09:18

واشنګټن (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٦) : د امريکا ولسمشر په کابل کې د وروستيو بريدونو په غبرګون کې ويلي چې نور له طالبانو سره د سولې خبرې نه کوي.

په تېرو نږدې دوو اوونيو کې وسله والو طالبانو او داعش ډلې پر کابل څلور خونړي بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ډېرى يې ملکي وګړي وو.

ددغو بريدونو او پېښو په غبرګون کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وسله والو طالبانو سره هر  ډول خبرې رد کړې دي.

د سپينې ماڼۍ له خوا د سلواغې په ١٠مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر ټرمپ دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پنځو دايمي غړو هېوادونو له استازو سره  د ليدنې پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړې : (( له طالبانو سره نور خبرې نه کېږي او نه هم موږ دا غواړو، يواځې موږ کولى شو  چې له منځه يې يوسو،  نور څوک يې نه شي کولى او موږ دا وړتيا لرو.))

د امريکا ولسمشر ويلي  چې اوسمهال هېڅ ډول خبرې نه کېږي  او نه هم امريکا دې خبرو اترو ته چمتووالى لري، په افغانستان کې اوس يو بل ډول جګړه روانه ده .

ټرمپ وايي : (( هغوى (طالبان) زموږ ښي او چپ لوري ته عام بې ګناه وګړي وژني، د کورنيو او ماشومانو په منځ کې چاودنې کوي، په ټول افغانستان کې دا ډول کړنې ترسره کوي.))

هغه د امنيت شورا غړو سره د خبرو پر مهال په تکرار سره دا ويل  چې امريکا نور له طالبانو سره خبرې نه کوي .

د نوموړي په وينا، هغوى خپل خلک وژني او همدغه کار ته ژمن دي، ښځې وژنې، ماشومان وژني او ټول ورته ګوري، دا يو ډېر خطرناک کار دى.

د يادونې ده چې دا د طالبانو په اړه د امريکا تر ټولو ترخې څرګندونې دي، ډونالډ ټرمپ په داسې حال کې طالبانو سره له خبرو اترو انکار کړى چې تر دې مخکې طالبانو څو ځلې له افغان حکومت سره له خبرو انکار او له امريکا سره پر خبرو ټينګار کړى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه د امريکا د ولسمشر ډونالډټرمپ د څرګندونو په اړه غبرګون نه دى  ښودلى. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.