ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې یوه سړي خپله مېرمن او دوه نور کسان وژلي

1 Feb 2018 - 15:25
1 Feb 2018 - 15:25

لښکرګاه (پژواک، ۱۲ سلواغه ۹۶): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د کورني تاوتريخوالي په پایله کې يوه سړي خپله مېرمن او دوه نور کسان وژلي دي.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال عبدالشکور خان جليلي د سلواغې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه پرون مازديګر د لښکرګاه ښار په ډي يک سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وايي: ((په دې پېښه کې د سخي داد په نوم يو کس خپله مېرمن، خپل خسر او د خپلې مېرمنې نيکه په خپل کور کې پر ډزو وژلي دي.))

د جليلي د معلوماتو له مخې، سخي داد شپږ مياشتې وړاندې له دې ښځې سره د دوه ميليونه کلدارو په بدل کې واده کړى و.

ده وويل چې د يادو کسانو تر وژنې وروسته، سخي داد له سيمې تتښتېدلى خو د نيولو لپاره يې هلې ځلې روانې دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې سخي داد له خپلې مېرمنې سره ستونزې درلودې او تل به يې خپل خسر ته ويل چې پيسې مې راکړه او لور دې بېرته بوځه.

خو د عاشق الله په نوم يوه بل کس پژواک ته وويل چې سخي داد پخوا د نشه يي توکو کاروبار کاوه خو په دې وروستيو کې خپله هم په نشه يي توکو روږدى شوى و.

د يادونې ده، له دې مخکې هم د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې ورته پېښې د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version