ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان په ترینکوټ کې دولتي ځمکې پلوري

طالبان په ترینکوټ کې دولتي ځمکې پلوري

author avatar
13 Feb 2018 - 11:10
طالبان په ترینکوټ کې دولتي ځمکې پلوري
author avatar
13 Feb 2018 - 11:10

ترينکوټ (پژواک، ٢٤ سلواغه ۹۶): چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د اروزګان د مرکز ترينکوټ ښار اړوند تر خپلو واک لاندې سيمو کې دولتي ځمکې پر خلکو پلورلې دي.

ځايي چارواکو له خلکو غوښتي چې د دې ځمکو له پېرلو ډډه وکړي.

وسله وال طالبان له تېرو دوو کلونو راهيسې د ترينکوټ پر ځینو سيمو کې واکمن دي او د دې سيمو ډېرى خلک کډې کولو ته اړ شوي دي.

بلخوا د سيمې اوسېدونکي وايي چې د ترينکوټ ښار په ١٥ کيلومترۍ کې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې وسله والو طالبانو د يوه ښارګوټي جوړولو چارې پيل کړې دي او ځمکې يې پر خلکو پلوري.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل، طالبانو په دغه ښارګوټي کې تر دوه زره زياتې د کورونو نومرې او تر درې زره زیات دوکانونه پر خلکو پلورل شوي او اوس هم د پېر او پلور چارې روانې دي.

سرچينه وايي، په ښارګوټي کې لومړى يو جریب ځمکه په ۱۵زره کالدارې پلورل کېده خو اوس يې ارزښت زيات شوى او د يو جريب ځمکې بيه ١٥٠زره کلدارو ته لوړه شوې ده.

د يادې سيمې اوسېدونکي وويل چې وسله وال طالبان هر کس ته د ځمکې د پلورلو په بدل کې يو ليک ورکوي چې په هغه کې د ځمکې د قبالې په توګه جزئيات ليکل شوي وي.

د ترينکوټ ښار يوه مدني فعال احمد جاوېد خپلواک وايي، طالبان په هغو سیمو کې چې واکمن دي، دولتي ځمکې يې پر خلکو پلورلې دي.

هغه پژواک ته وويل، که چېرې دولت بېرته دغه سيمې ونيسي، نو له خلکو به دا ځمکې بېرته ملکيت کړي.

خپلواک له حکومت څخه غواړي چې د دې سيمو د بېرته نيولو پر مهال دې خلکو ته مالي زيانونه نه اړوي.

د اروزګان ولايتي شورا غړى عبدالکريم خادمزی وايي، عامو خلکو خپلې ټولې شتمنۍ د ځمکو پر اخيستو لګولي خو که دولت دا سيمې بېرته ونيسي، نو خلک به زيانمن شي.

هغه د طالبانو له خوا پر خلکو د دولتي ځمکو پر پلور اندېښنه څرګند کړه او وايي چې د دغه کار لوی تاوان عامو خلکو ته رسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.