ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوستوال: که څوک د نظام نسکورولو هڅه وکړي مخه به يې ونيسو

خوستوال: که څوک د نظام نسکورولو هڅه وکړي مخه به يې ونيسو

author avatar
23 Feb 2018 - 17:07
خوستوال: که څوک د نظام نسکورولو هڅه وکړي مخه به يې ونيسو
author avatar
23 Feb 2018 - 17:07

خوست (پژواک، ۴ کب ۹۶): د خوست يو شمېر ځوانان، قومي مشران او د مدني ټولنې غړي وايي، دولت بايد د هغو کسانو پر وړاندې قانوني اقدام وکړي چې د خپلو شخصي ګټو لپاره نظام ننګوي.

هغوی چې نن يې په يوه غونډه کې خبرې کولې، د چا نوم نه اخيست خو اشاره يې د بلخ پخواني والي عطامحمد نور او ځينو نورو هغو کسانو ته وه چې په دې وروستيو کې مرکزي حکومت ته ګواښونه کوي.

د خوست د ولايتي شورا غړي عبدالولي واحدزي غونډې ته په خبرو کې وويل چې اوسنيو شرايطو ته په پام سره بايد ځوانان د ملي يووالي حکومت تر څنګ ودريږي او د تخريب مخه يې ونيسي.

هغه زياته کړه چې د سيمې د ځينو بهرنيو استخباراتي کړيو تر څنګ د نظام په دننه کې يو شمېر هغه عناصر چې په ولس کې محبوبيت نه لري، د نظام د نسکورلو هڅه کوي.

خو ده زياته کړه: "موږ دا نظام د خپلو وينو محصول بولو او هيچا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ په وينو باندې لوبې وکړي."

هغه وايي، که څه د ملي يووالي حکومت چارواکو پر خپلو ژمنو عمل نه دى کړى، خو بديل يې د نظام نسکورول نه دی.

د غونډې ګډونوالو د برېښنايي تذکرو د وېش بهير له پيلېدو هم هرکلى وکړ.

قومي مشر شريف الله غونډې ته په خبرو کې له مرکزي حکومت وغوښتل، هر څومره ژر چې کېږي، د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ دې ټولو ولايتونو ته وغځوي او د هغو کسانو د لاسوهنو مخه دې ونيسي، چې دا ملی پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کوي.

دی وايي: "راتلونکو ټاکنو ته ډېر کم وخت پاتې دی، نو د دې لپاره چې ټانکې ژر ترسره نه شي، ځيني کسان د خپلو شخصي ګټو لپاره د برېښنايي تذکرو د وېش پروړاندې خنډونه جوړوي."

د غونډې يو بل ويناوال قاري عبدالولي عادل خپلو خبرو کې وويل، چې په هېواد کې د شته ستونزو او ننګونو د حل او مخنيوي يواځينۍ لار د شته نظام څخه ملاتړ او ملي يوالي دی.

هغه په دې برخه کې له خلکو په ځانګړي ډول له ځوانانو وغوښتل، چې د قومونو ترمنځ يوالي او د سولې او ثبات ټينګښت لپاره کار وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.