ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نيمروز کې د غالۍ اوبدنې صنعت له ځوړ سره مخ دى

په نيمروز کې د غالۍ اوبدنې صنعت له ځوړ سره مخ دى

author avatar
26 Feb 2018 - 11:25
په نيمروز کې د غالۍ اوبدنې صنعت له ځوړ سره مخ دى
author avatar
26 Feb 2018 - 11:25

زرنج ښار (پژواک، ٧ کب ٩٦): بلوچي غالۍ چې د نيمروز ولايت له مهمو صنايعو څخه ګڼل کېږي او نړيوال شهرت لري، اوسمهال يې صنعت له رکود سره مخ دى.

غالۍ اوبدنې ته نه پاملرنه، بهرنيو هېوادونو ته کډوالي او نيمروز ولايت ته د مرستندويه بنسټونو نه پاملرنه، په دغه ولايت کې د غالۍ اوبدنې صنعت د رکود عمده لاملونه ګڼل کېږي.

په نيمروز ولايت کې د غاليو يوه سوداګر حاجي ملنګ رسولي پژواک خبري اژانس ته وويل، کله چې په نيمروز کې د ښځو له لوري بلوچي غالۍ اوبدل کېدې، نړيوال شهرت يې درلود، خو د جګړې او بهرنۍ کډوالۍ کلونو کې غالۍ اوبدونکو ښځو ته نه پاملرنه او د بې وزلۍ ډېرېدل د دې لامل شول چې دا صنعت د له منځه تللو له خطر سره مخ شي.

هغه زياته کړه: ((په ١٣٥٧ کال کې د غويي له کودتاه وړاندې بلوچي غاليو په ځانګړي ډول مدد خاني غاليو نړيوال شهرت درلود چې حتى اروپايي هېوادونو ته صادرېدې، خو اوس له غالۍ اوبدونکو ښځو د ملاتړ نشتوالي او د بهرنيو غاليو ډېرښت ددې صنعت بازار له زوال سره مخ کړى دى.))

د غاليو دغه سوداګر وايي چې د نيمروز په ځينو سيمو کې د غالۍ اوبدنې صنعت په بشپړ ډول له منځه تللى، خو په ورته وخت کې د چهاربرجک، کنګ او چخانسور ولسواليو ځينو سيمو کې دا صنعت ډېر کم پاتې دى.

د دغه ولايت يوې غالۍ اوبدونکې ٥٠ کلنې زهرا وويل: ((پخوا د غاليو بازار ښه و، ځکه چې تار او د اوبدنې نور وسايل مو له هټيو په پور اخيستل او د غاليو له پلور وروسته مو پيسې ورکولې، خو اوس ماشيني غالۍ راغلې او زموږ بازار په بشپړ ډول له منځه تللى دى.))

نوموړي له حکومت وغوښتل چې غالۍ اوبدونکو ته دې اړوند وسايل او امکانات ورکړي، څو دغه صنعت ژوندى پاتې شي او د غالۍ اوبدونکو اقتصادي ستونزې حل کړي.

په زرنج ښار کې غالۍ اوبدونکي هم د بلوچي غاليو بازار د سوړ والي پخلى کوي.

غالۍ اوبدونکي محمد جاوېد بهرامي په دې اړه پژواک ته وويل: ((بلوچي غاليو پخوا ښه بازار درلود، خو اوس ايراني، ترکي، عربي او چينايي غالۍ ډېرې ډېر پېر او پلور لري، د بلوچي غاليو بازار سوړ دى.))

نوموړي زياته کړه: ((اوسمهال په نيمروز کې د جوړو شوو بلوچي غاليو پلور شاوخوا يو سلنه دى، ددې غاليو کيفيت ډېر اوچت دى، خو دا چې بيه يې لوړه ده، هر څوک يې نه شي پېرلى، د نيمروز جوړې شوې يوې غالۍ بيه د بهرنۍ غالۍ په سره ډېر توپير نه لري، خو د کيفيت او دوام له اړخه بيا د بهرنيو غاليو په پرتله لس برابره اوچت عمر لري.))

 

د نيمروز ولايت د ښځو چارو رياست يوې چارواکې شيما محمدي پژواک ته وويل، که څه هم پخوا يې په رياست کې د غالۍ اوبدنې کورسونه جوړول، خو کافي نه وو، اوسمهال بيا هېڅ کومه موسسه او بنسټ نشته چې ددې ولايت له غالۍ اوبدونکو ښځو ملاتړ وکړي.))

نوموړې زياته کړه چې په لاس اوبدل شوې غالۍ لوړ لګښت لري، خو ماشيني غالۍ بيا په بازار کې ټيټه بيه لري، دا چاره ددې لامل شوې چې خلک تر ډېره د ماشيني غاليو پېرلو ته مخه کړي.

نوموړې ټينګار وکړ چې که په دې ولايت کې د غالۍ اوبدنې صنعت ملاتړ ونه شي، د وخت په تېرېدو يې له يوې مخې د ورکېدو امکان ډېر دى.

دغې ځايي چارواکې زياته کړه چې د ښځو چارو وزارت دا مالي توان نه لري چې له غالۍ اوبدونکو ښځو ملاتړ وکړي او غالۍ يې بهرنيو بازارونو ته واستوي.

له بلې خوا د نيمروز والي انجنير محمد سمېع هم وايي چې ځايي ادارې تل غالۍ اوبدونکې ښځې هڅولې، خو څرګنده يې کړه:((له بده مرغه چې د ځايي ادارې په واک کې دومره امکانات نشته چې غالۍ اوبدونکو ښځو ته يې ورکړي.))

والي له نا دولتي مرستندويه ادارو وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره مرسته او همکاري وکړي، څو د غالۍ اوبدنې صنعت چې نيمروز کې ډېره لرغونتيا لري، دويم ځلې وده وکړي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.