ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ولايتي شورا د مرستيال بندي کېدو په غبرګون کې لاریون وشو

د خوست ولايتي شورا د مرستيال بندي کېدو په غبرګون کې لاریون وشو

author avatar
3 Mar 2018 - 16:27
د خوست ولايتي شورا د مرستيال بندي کېدو په غبرګون کې لاریون وشو
author avatar
3 Mar 2018 - 16:27

خوست ښار (پژواک، ۱۲ کب ۹۶): د خوست يو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو د استيناف محکمې د هغې پرېکړې په غبرګون کې لاريون وکړ چې له مخې يې د دغه ولايت د ولايتي شورا مرستيال پر يوه مياشت تنفيذي بند محکوم کړی.

دغو قومي مشرانو او ځوانانو چې شمېر يې لسګونه کسانو ته رسېده د کب په ١٢مه خوست د ولايتي شورا د دفتر مخې ته راټول شوي وو او د ولايتي شورا د بندي شوي غړي د راخلاصون غوښتنه يې کوله.

د ځينو سرچينو د معلوماتو له مخې، د ولايتي شورا مرستيال قديم افغان د تېرې پنجشنبې په ورځ له دې امله پر يوه مياشت تنفيذي بند محکوم شو چې د استيناف محکمې له يوه قاضي سره يې لفظي شخړه کړې وه.

د خوست ولایتي شورا رييس کفيل ريحان بيا پژواک خبري اژانس ته وويل چې قدیم افغان له قانوني دلایلو او مراحل طی کولو پرته بندي شوی او د محکمې دا پرېکړه دوی ته د منلو وړ نه ده.

هغه زياته کړه، اړوندو ادارو پرته له دې چې د قضیې په اړه دوی ته قانوني خبر ورکړي، پر خپل سر يې تصمیم نیولی او د شورا مرستیال یې بندي کړی دی.

په همدې حال کې د ولايتي شورا مخې ته راټول شوي قومي مشران او ځوانان هم د محکمې دا پرېکړه غير عادلانه بولي او وايي چې دا په حقيقت کې د دغه ولايت ولسونو ته سپکاوی دی.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د خوست استيناف محکمې د مسوولينو نظر هم له ځان سره ولري، خو هغوی په دې خبره چې سترې محکمې ورته اجازه نه ده کړې، خبرو کولو ته حاضر نه شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.