ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: طالبان دې د واشنګټن پر ځای له افغان حکومت سره خبرې وکړي

امريکا: طالبان دې د واشنګټن پر ځای له افغان حکومت سره خبرې وکړي

author avatar
6 Mar 2018 - 14:47
امريکا: طالبان دې د واشنګټن پر ځای له افغان حکومت سره خبرې وکړي
author avatar
6 Mar 2018 - 14:47

واشنګټن (پژواک، ١٥کب ٩٦): امريکا يو ځل بيا له وسله والو طالبانو غوښتي چې د واشنګټن پر ځاى په کابل کې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي.

څو ورځې مخکې د کابل پروسې کنفرانس پر مهال د افغانستان حکومت وسله والو طالبانو ته له قيد او شرط پرته د سولې خبرو وړانديز وکړ، خو تر اوسه طالبانو کوم مثبت يا منفي ځواب نه دى ورکړى.

له تېرې يوې مياشتې راهيسې وسله والو طالبانو دوه ځلې له امريکا سره د مخامخ او نېغ په نېغه خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

د مرکزي او سوېلي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو مرستياله اليس ويلز پرون په واشنګټن کې د يوې خبري غونډې پر مهال دا مريکا او طالبانو تر منځ نېغ په نېغه خبرې اترې رد کړې.

هغې زياته کړه چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ بايد له کوم مخکې شرط پرته د خبرو اترو لومړی پړاو پروسه پیل شي.

د نوموړې په وينا، تر لومړي پړاو وروسته به د امريکا په ګډون په افغان شخړه کې ښکېل نور هېوادونه او نړيواله ټولنه هم په دې خبرو کې ګډيږي.

مېرمن ويلز وايي: "هېڅوک له کومې طرحې نه شي ګرځول کېدلى، خو زما په نظر لومړى بايد افغان حکومت او طالبان له يو بل سره يوې هوکړې ته ورسېږي، دا په دې معنا نه ده چې يو بل په رسميت پېژندل کېږي، دا د خبرو يوه پروسه ده چې د طالبانو له يوې ډلې سره به ترسره شي."

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې ويلي، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ تر لومړنيو خبرو اترو وروسته بيا نوره نړيواله ټولنه چې له افغان سولې پروسې ملاتړ کوي، په کې دخيل کېداى شي.

خو هغې زياته کړه، تر ټولو مهمه دا ده چې لومړى افغان حکومت او طالبانو سره کېني او د سولې په اړه مثبتې خبرې پيل کړي.

نوموړې وويل چې امريکا په دې خبرو اترو کې د افغان حکومت استازيتوب نه شي کولى.

مېرمن ويلز وايي، افغان طالبان بايد د افغانستان خلکو ته قناعت ورکړي چې دوى اوس د ٩٠مې لسيزې طالبان نه دي، د دوى د هغه مهال د کړنو ټول شاهدان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.