ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست غلام خان بندر پرانیستل شو

10 Mar 2018 - 12:16
10 Mar 2018 - 12:16

خوست ښار (پژواک، ۱۹ کب ۹۶): د خوست ولايت د غلام خان بندر چې د پاکستان ستر سوداګريز بندر کراچۍ ښار ته شاوخوا ۴۵۰ کيلومتره له نورو لارو نږدې دی، نن د ډيپلوماتیکو هلو ځلو په پايله کې پرانيستل شو.

تېره ورځ ځينو رسنيو د پاکستاني چارواکو په حواله خبر ورکړی و چې د غلام خان بندر يې پرانيستی او په سوداګريزو مالونو بار يو شمېر لارۍ موټر له دې لارې خوست ته واوښتل.

د خوست د والي مرستيال شېربادشاه اورګوني له پژواک اژانس سره په خبرو کې ياد خبر رد کړی و خو والي حکم خان حبيبي لږ مخکې پژواک اژانس ته د يادې لارې پرانيستل تاييد کړل.

د خوست والي ومنله چې د غلام خان بندر د ډیپلوماتيکو هڅو په پايله کې نن له غرمې وروسته د سوداګرو پر مخ پرانيستل شوه او په سوداګريزو مالونو بار يو شمېر لارۍ موټر خوست ته را ورسېدل.

نوموړي زياته کړه: ((د دې لارې د پرانيستلو په اړه کابل او اسلام اباد خبرې کړې او نن پرانيستل شوه. په پايله کې به يې سوداګري پراختيا ومومي او سوداګرو ته به اسانتيا رامنځته شي.))

د غلام خان بندر شاوخوا درې کاله مخکې چې کله پاکستاني ځواکونو په شمالي وزيرستان کې د سخت دريځو پر ضد عمليات پيل کړل، د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شوه.

د خوست د ښاري اتحاديې مشر حاجي جمال تڼي پژواک اژانس ته وويل چې د ياد بندر له تړل کېدو مخکې د خوست، پکتيا، لوګر، پکتيکا، غزني او ځينو نورو ولايتونو ته سوداګريز مالونه له همدې لارې واردېدل.

نوموړي وويل، که د دې لارې د عملي ترانزېټ چارې سرته ورسېږي، د سوداګرو لپاره به اسانتيا ورسره رامنځته شي؛ ځکه دا لار د نورو ترانزيټي لارو په پرتله د پاکستان ستر سوداګريز مرکز کراچۍ ته شاوخوا ۴۵۰ کيلومتره نږده ده.

نوموړي وويل: ((موږ له افغان او پاکستاني چارواکو غوښتنه کوو چې سوداګري دې پر سياست نه ورګډوي. پاکستان تل په سوداګرۍ کې سياست کړی دی. که دا لار پرانيستل شي، د کرښې دواړو غاړو سوداګرو ته به اسانتيا رامنځته شي.))

حاجي جمال تڼي وويل چې اوسمهال خوست او شاوخوا ولايتونو ته سوداګريز مالونه د تورخم، د پکتيا د ډنډپټان او د سپين بولدک له لارو واردوي، خو زياته يې کړه چې پر پاکستاني توليداتو تکيه مخ پر کمېدو ده.

د غلام خان لارې د ترانزېټ حکم پخواني ولسمشر حامد کرزي په ۱۳۸۱ هجري لمريز کال کې ورکړی و، خو د ناڅرګندو دلايلو له امله يې تر اوسه ترانزيټي بڼه نه وه خپله کړې.

همدارنګه د غلام خان په بندر کې د امريکا د پوځ له لوري د شاوخوا څلور ميليونه ډالرو په لګښت د ګمرک او کميسارۍ تاسيسات هم جوړ شوي، خو پرته له ګټې اخيستنې تشې ودانۍ ولاړې دي.

د خوست ولايتي شورا غړي عبدالولي واحدزي پژواک اژانس ته وويل چې د جمهوري رياست لپاره د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال د ملي يووالي حکومت دواړو مشرانو واک ته د رسېدو په صورت کې د دې ستونزې حل خپل لومړيتوب بللی و، خو دواړه پر خپلو ژمنو کې پاتې راغلي دي.

هغه وويل: ((په دې برخه کې پر مرکزي حکومت په ځانګړي ډول پر ولسمشر غږ کوو چې زموږ دغه غوښتنه چې د کمپاين په وخت کې يې په لومړيتوب کې بللې وه، پر ځای کړي او د خوست د خلکو دغه ارمان پوره کړي.))

د خوست د ځمکني ترانسپورټ امر کريم بادشاه پژواک اژانس ته وويل، سره له دې چې غلام خان رسمي ترانزيټ نه دی، خو تر تړل کېدو مخکې دغه امريت له دې لارې د کال شاوخوا ۳۰ ميليونه افغانۍ او د ګمرک رياست نږدې ۹۰ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کول.

نوموړي زياته کړه: ((که دا لار رسمي ترانزيټي بڼه خپله کړي، بيا به سلګونه ميليونه عوايد دولت ترلاسه کړي. هم به يې د فرار مخه ونيول شي او هم به سوداګر په اسانۍ سره مالونه وارد کړي.))

د يادونې ده، په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې پاکستاني چارواکو او سوداګرو هم په اسلام اباد کې په يوه غونډه کې د يادې لار پر اهميت خبرې کړې وې او د دې لارې ترانزيټ يې د خپلې سوداګرۍ د پراختيا لپاره خورا مهم بللی و.

Hits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.