شبرغان (پژواک، ٢٠ کب ٩٦): د جوزجان ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت امنيتي سرتېرو هغه اووه وسله وال غله نيولي چې د شبرغان-مزارشريف لويې لارې په اوږدو کې به يې خلک لوټل.
دغه کسان هغه مهال د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي چې د اقچې ولسوالۍ په اړونده سيمه کې يې د مسافرو غلا کړي مالونه او پيسې په خپلو منځونو کې وېشل.
د جوزجان ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحفيظ خاشي وويل، ياد غله پرون شپه له يوه راکټ، پنځه ميله کلاشينکوفونو او يوه دوربين لرونکي ټوپک او نورو تجهيزاتو سره يوځاى د اقچې او خانقاه ولسواليو ترمنځ درې لارې سره نږدې سيمه کې د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي.
نوموړي زياته کړه، امنيتي ځواکونو له څه مودې راهيسې د يادې ډلې تعقيب کاوه، ځکه دوى څو ځلې هغه مسافرين چې له يادې لارې تېريږي؛ لوټلي دي.
خاشي زياته کړه: "يادو وسله والو غلو به ډېرى وخت نيمه شپه کې له کابل ولايت څخه جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو ته تلونکي مسافر لوټل او يادو غلو تېره شپه هم د مسافرو موټر درولي وو او مسافرين يې لوټلي و چې د اطلاع په ترلاسه کولو سره مو ګام پورته کړ او دوى مو له غلا کړو مالونو سره يوځاى ونيول."
هغه وويل، يادو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړى او د دوى دوسيې بشپړې او څارنوالۍ ته سپارل شوې دي.
ورته مهال د شبرغان ښار اوسېدونکي د امنيتي ځواکونو دغه کار ستايي او وايي، له يوې مودې راهيسې دغو وسله والو غلو د شبرغان-مزارشريف لويې لارې کې ستونزې رامنځته کړې وې.
د شبرغان ښار يوه اوسېدونکي وويل، يادو کسانو له څه مودې راهيسې د شبرغان-مزارشريف لويې لارې امنيت ګډوډ کړى و او مسافرين يې له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي وو.
رشاد زياته کړه، د غلو د يادې ډلې په نيول کېدو سره به د دغې لويې لارې امنيت هم ټينګ شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن