کابل (پژواک،۶وری۹۷): مشرانو جرګې د مخابراتو وزارت تورن کړ چې د مخابراتي ماليو په راټولولو کې د روڼتيا په رامنځ ته کولو کې پاتې راغلی او وايي، که چېرې په دې برخه کې تر يوې بلې مياشتې پورې پرمختګ ونه شي، د دغه بهير پر وړاندې به اقدام وکړي.
د مشرانو جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمېسيون مشر لطف الله بابا پژواک خبري اژانس ته وويل چې مشرانو جرګې د لس سلنه مخابراتي ماليې راټولولو په اړه د ولسمشر فرمان په مشروط ډول تاييد کړی و، خو د مخابراتو وزارت نه دی توانېدلی چې په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.
نوموړي وويل: "تېر کال د ليندۍ په مياشت کې د ولسي جرګې له خوا د دغه فرمان تر ردېدو وروسته، مشرانو جرګې د دې لپاره هغه تاييد کړ چې حکومت د بوديجې په برابرولو کې له ستونزې سره مخامخ نه شي."
ولسي جرګې تېر کال د تلې په ۱۹مه د رايو په اکثريت سره د ګرځنده ټيليفونونو له اعتباري کارتونو څخه د ماليې ترلاسه کولو په اړه د ولسمشر فرمان له دغه بهير څخه د څارنې لپاره د سيستم نه شتون له امله د مخابراتي خدمتونو محصول رد کړ.
د ولسي جرګې غړو ويلي وو چې د مخابراتي ماليو راټولولو کې روڼتيا نشته او د دې پيسو ډېره برخه د دولت د بوديجې پرځای شخصي جيبونو ته لوېږي.
لطف الله بابا دې مسئلې ته په شارې سره زياته کړه: "مشرانو جرګې مخابراتو وزارت ته شپږ مياشتې وخت ورکړ چې د مخابراتي محصول په راټولولو کې روڼتيا رامنځ ته کړي، خو دغه وخت د پوره کېدو په حال کې دی او د مخابراتو وزارت تر اوسه د دې سيستم پر رامنځ ته کېدو نه دی بريالی شوی."
د لس سلنه مخابراتي محصول راټولولو پروګرام د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې تر لاس لاندې نيول شوی او دغه محصول د ۱۳۹۴ کال د تلې له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه راټولېږي.
له دې وړاندې له فساد سره د مبارزې بنسټونو او دغه راز مدني فعالانو له خوا هم ورته اندېښنې په ډاګه شوې وې.
د مشرانو جرګې مواصلاتو او مخابراتي کمېسيون مشر وويل: "نن مو کمېسيون ته د مخابراتو وزارت چارواکو را بللي وو چې په دې اړه د قناعت وړ ځواب وړاندې کړي، خو هغوی د خپلو وړتياوو په اړه د ويلو لپاره هېڅ نه درلودل."
نوموړي وويل چې د مخابراتو وزارت چارواکو ويلي چې د ياد شوي سيستم رامنځ ته کېدو لپاره يو شرکت انتخاب شوی او ټاکل شوې ده چې د تدارکاتو ملي کمېسيون راتلونکې اونۍ د ګټونکي شرکت په اړه تصميم ونيسي.
لطف الله بابا په دې اړه د مشرانو جرګې د احتمالي اقدام په تړاو وويل: "خلکو ته ډاډ ورکوو چې د مشرانو جرګې غړي به په دې اړه داسې پرېکړه وکړي چې د ملت په خير وي او هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې د خلکو پانګه شخصي جيبونو ته ولاړه شي."
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکو تر اوسه د مشرانو جرګې د دغې اندېښنې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن