ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ عالمانو او څو چارواکو کندوز کې په ملکي مرګ ژوبلې اندېښنه وښوده

د بلخ عالمانو او څو چارواکو کندوز کې په ملکي مرګ ژوبلې اندېښنه وښوده

author avatar
3 Apr 2018 - 17:35
د بلخ عالمانو او څو چارواکو کندوز کې په ملکي مرګ ژوبلې اندېښنه وښوده
author avatar
3 Apr 2018 - 17:35

مزارشريف (پژواک، ۱۴وری ۹۷): د بلخ ديني عالمانو او څو دولتي چارواکو د کندوز پېښه کې د ملکي کسانو پر مرګ ژوبلې اندېښنه وښوده.

دوى دغه څرګندونې د وري په ١٤مه مزارشريف ښار کې له يوې دينې مدرسې څخه د لسګونه طالبانو د فراغت غونډې پر مهال وکړې.

د دوی په وياړ په نيول شوې فراغت غونډه کې د ديني عالمانو تر څنګ يو شمېر دولتي چارواکو هم برخه لرله، چې د کندوز د پېښې په تړاو يې هم څرګندونې وکړې.

ديني عالم نعمت الله غونډې ته د خبرو پر مهال وويل چې د ملکي کسانو وژل که له هره اړخه وي، د زغم وړ نه دي.

نوموړي د کندوز پېښه او په هلمند کې پر ورزشکارانو شوی بريد يو ډول عمل وباله.

د هغه په وينا، په دواړو پېښو کې د جګړې د دواړو اړخونو د هدفونو تر څنګ عام خلک وژل شوي، چې دردونکی حالت يې وباله.

په غونډه کې د بلخ د حج او اوقافو رياست مسوولينو هم برخه لرله چې د کندوز پېښه کې يې د ملکي کسانو وژلو باندې اندېښنه وښوده.

د حج او اوقافو رييس مولوي محمود دانشجو وويل چې په روانه جګړه کې ډېر زيان ولس ليدلی دی.

نوموړي زياته کړه: ((هغه چادونه چې د وسله والو مخالفينو له خوا په ښارونو کې کېږي او عام خلک په کې وژل کېږي، د کندوز د تېرې ورځې پېښې سره توپير نه لري.))

د ده په خبره، په دغه ډول پېښو کې ډېر زيان عام خلک ويني، چې بايد پر وړاندې يې فکر وشي.

بلخوا د بلخ ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد، چې په دغې غونډه کې يې برخه لرله، په خپلې وينا کې په دې اندېښنه وښوده چې هر څوک د ولس په اړه قضاوت کوي، خو خپل ځان نه ملامتوي.

نوموړي زياته کړه: ((په افغانستان کې هر سړی د اسلام او خلکو په اړه له خپلې زاويې يو څه وايي، خو ځان ته ګوته نه نيسي، چې پر وړاندې يې خپله څومره ملامت دی.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.