ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

همدرد: له دې وروسته په بلخ کې سياسي فعاليت کوم

همدرد: له دې وروسته په بلخ کې سياسي فعاليت کوم

author avatar
4 Apr 2018 - 17:11
همدرد: له دې وروسته په بلخ کې سياسي فعاليت کوم
author avatar
4 Apr 2018 - 17:11

مزارشريف (پژواک، ۱۵ وری ۹۷): د حزب اسلامي د رهبري شورا غړی جمعه خان همدرد وايي چې له دې وروسته په بلخ ولايت کې سياسي فعاليت کوي او پر ولس يې غږ وکړ چې راتلونکو ټاکنو لپاره هوښيار و اوسي او د تېرو کلونو تېروتنې تکرار نه کړي.

د حزب اسلامي د رهبري شورا غړي او د شمال زون پخواني جهادي قوماندان جمعه خان همدرد، د دغه ګوند د رهبر ګلبدين حکمتيار زوی حبيب الرحمن حکمتيار او د دوی د پلويانو په ګډون د وري په ١٥مه د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې ولسي غونډه وشوه.

په ياده ناسته کې جنرال جمعه خان همدرد پر وسله والو مخالفينو او حکومت باندې د سولې کولو ټينګار وکړ.

نوموړي زياته کړه چې د روانو حالاتو د سمېدو يواځېنۍ چاره سوله ده.

هغه همداراز طالبان د دې خاورې اوسېدونکي او خلک وبلل او ټينګار يې وکړ چې که څوک غواړي او که نه، خو طالبان به راځي.

همدرد وويل، که جنايت د طالب په کتار کې کېږي او که د حکومت په چوکاټ کې، ترسره کوونکي يې دواړه جنايتکاران دي.

نوموړي همداراز د کندوز پېښې ته په اشارې وويل چې د ملکي خلکو وژنه د زغم وړ نه ده.

نوموړي زياته کړه که چېرې ولس جنايت کوي، نو دولت يې له خلکو سره شريکه کړي چې د دغه جنايت او بغاوت له امله ووژل شول.

خو هغه اندېښنه وښوده چې په افغانستان کې ډېر څه پټ پاتې کېږي.

د شمال زون د حزب اسلامي پخواني جهاد قوماندان همدرد چې له ډېرې مودې به کابل کې اوسېده او سياسي فعاليت یې کاوه، بلخيانو ته وويل چې له دې وروسته به خپله سيمه کې اوسېږي او کار به کوي.

هغه پر ولس غږ وکړ چې راتلونکو ټاکنو لپاره هوښيار اوسي او د تېرو کلونو سهوې تکرار نه کړي.

نوموړي خلک په ټاکنو کې برخې اخيستو ته وهڅول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.