ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې د افغان ځواکونو په ملاتړ غونډه وشوه

په بلخ کې د افغان ځواکونو په ملاتړ غونډه وشوه

author avatar
11 Apr 2018 - 16:45
په بلخ کې د افغان ځواکونو په ملاتړ غونډه وشوه
author avatar
11 Apr 2018 - 16:45

مزارشريف (پژواک، ۲۲ وری ۹۷): په بلخ ولايت کې د افغان ځواکونو په ملاتړ غونډه وشوه چې په کې له وسله والو مخالفينو د سولې غوښتنه وشوه.

ياده غونډه چې د وري په ۲۲مه د بلخ ادبي خوځښت په نامه د فرهنګي مرکز له خوا رابلل شوې، په کې درې سرتېري ولس ته د خدمت په پار پر ستاينليکونه ونازول شول.

د بلخ ادبي خوځښت د مشرتابه شورا غړي بختيار ځاځي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی تل په سيمه کې د سياسي او ټولنيزې ويښتابه په موخه د ځوانانو د بيدارۍ هڅه کړې ده.

نوموړي زياته کړه چې نن دوی د افغان ځواکونو درېیو داسې سرتېرو ته ستاينليکونه ورکړل شول چې لوړې رتبې نه لري؛ خو تل له خلکو سره په مستقيمه توګه مخ وي.

د هغه په وينا، دوی هڅه کوي چې ځوانانو ته د ورته غونډو له لارې د سرتېرو د ارزښت په اړه انګېزه ورکړي.

په ياده غونډه کې مدني فعال سيد محمد يزدان پرست پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې له لارې د دغه وطن برخه وګرځي.

نوموړي زياته کړه، دښمن تل هڅه کړې چې افغانان په يو بل نامه په سياسي توګه له يو بل څخه لرې کړي.

هغه په هېواد کې د سولې په نامه د ولاړو خېمو يادونه وکړه چې له دې وروسته ولس د سولې پر اړتيا او ارزښت پوه دی نو بيا افغان حکومت او وسله وال مخالفين ورته ځواب ورکړي.

مدني فعال محمد صبور بيا غونډې ته د خبرو پر مهال وويل چې که ولس د سرتېرو ستاينه کوي تر څنګ يې درېږي نو بايد دوی هم د خپل سيستم د پاک ساتلو هڅه وکړي.

د امنيتي ځواکونو په استازيتوب د بلخ د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول شېرجان دراني په دې غونډه کې برخه لرله.

نوموړي د بلخ له مدني فعالانو له مننې وروسته وويل: ((زه په ډاډ ويلی شم چې افغان ځواکونو ته څوک ماتې نه شي ورکولی، علت يې همدا دی چې له دوی سره خپل ولس ولاړ دی.))

د هغه په وينا، کله چې هم د ولس او ځواکونو تر منځ واټن پيدا شوی؛ نو ستونزې هم ورسره پيدا شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.