ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د پاکستان لومړي وزير، د کندهار د امنيې قوماندان د لرې کېدو غوښتنه کړې”

” د پاکستان لومړي وزير، د کندهار د امنيې قوماندان د لرې کېدو غوښتنه کړې”

author avatar
16 Apr 2018 - 18:58
” د پاکستان لومړي وزير، د کندهار د امنيې قوماندان د لرې کېدو غوښتنه کړې”
author avatar
16 Apr 2018 - 18:58

 کابل(پژواک،۲۷وری۹۷): د ولسي جرګې ځينې غړي د غزني د امنيتي وضعيت په اړه د اندېښنې پر څرګندولو سربېره ادعا وکړه چې د پاکستان لومړي وزير د کندهار د امنيې قوماندان د لرې کېدو غوښتنه کړې، خو ولسمشرۍ ماڼۍ دغه خبرې ردوي.

په ولسي جرګه کې د سمنګان د خلکو استازي ابدالله محمدي د جرګې په نننۍ ناسته کې کابل ته د پاکستان د لومړي وزير شاهد خاقان عباسي لس ورځې مخکني سفر ته په اشارې سره وويل:" پاکستان هېڅکله ښه کار نه دی کړی او موږ بايد له دوی څخه د ښه کار تمه ونه لرو، عباسي له افغان حکومت څخه ځينې نا روا غوښتنې کړې چې د نوموړي دغه غوښتنې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ده."

هغه د عباسي د نورو غوښتنو په اړه د جزيياتو له وړاندې کولو پرته وويل چې د عباسي يوه غوښتنه دا وه چې د کندهار امنيې قوماندان جنرال عبدالرازق دې له دندې څخه لرې کړای شي.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازې شکيبا هاشمي هم ادعا وکړه چې عباسي پر ځينو نورو غوښتنو سربېره، د جنرال عبدالرازق د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

نوموړې جنرال عبدالرازق يو زړور،زيار کښ او د پاکستان دښمن وباله او زياته يې کړه:"  جنرال رازق په سپين بولدک کې پاکستان ته ماتې ورکړه او اوس غواړي چې هغه له دندې څخه ګوښه کړي څو خپلو موخو ته ورسېږي."

د ولسي جرګې د خلکو دواړو استازو د افغان حکومت له مشرانو وغوښتل چې د پاکستان پر دوکو ونه غولېږي او د پاکستان د خوشحالۍ لپاره دې جنرال رازق له دندې نه لرې کوي، ځکه د کندهار د امنيت تامين لپاره د هغه شتون ګټور دى.

د ولسي جرګې يو شمېر نورو استازو هم ورته نظر درلود.

د ولسي جرګې رييس په دې اړه وويل:" جنرال عبدالرازق يو زړور جنرال دی، پاکستان له دې امله چې هغه په کندهار کې يوه اغيزناکه څېره ده،له دندې څخه يې د نوموړي د لرې کېدو غوښتنه کړې، ځکه هغوی جنرال رازق ښه پېژني."

نوموړي د حکومت له مشرانو وغوښتل چې د کندهار امنيې قوماندان دې تقدير کړي، ځکه هغه د پاکستان د ناوړه پروګرامونو مخه نيولې ده.

ابراهيمي په کونړ او ننګرهار کې له ډيورنډفرضي کرښې سره نږدې ولسواليو کې د پاکستاني ځواکونو هوايي او توغندويي بريدونو ته اشاره وکړه او هغه يې پر افغانستان ښکاره تېری وباله او ويې ويل چې د حکومت مشران دې د پاکستان پر دوکو  نه غولېږي.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پاکستان لومړي وزير داسې غوښتنه نه ده کړې.

هغه زياته کړه:" د پاکستان د لومړي وزير په سفر کې، دوه اړخيزه خبرې او د هغه هوکړه ليک لاسليکېدل و چې له جزيياتو سره شريک شوي دي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.