ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشریف کې د لاسي صنایعو او کرنیزو توکو نندارتون جوړ شو

مزارشریف کې د لاسي صنایعو او کرنیزو توکو نندارتون جوړ شو

author avatar
3 May 2018 - 16:37
مزارشریف کې د لاسي صنایعو او کرنیزو توکو نندارتون جوړ شو
author avatar
3 May 2018 - 16:37

مزارشريف (پژواک، ١٣ غويی ٩٧): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د لاسي صنايعو، کرنيزو توکو او کورنيو توليداتو څلور ورځنى نړيوال نندارتون جوړ شو.

د بلخ د سوداګريزې خونې رييس ارش يونسي د غويي په ١٣مه د دغه نندارتون د پرانيستې پر مهال وويل، په دغه نندارتون کې ١٢٠ غرفې دي چې د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو په ګډون د ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو سوداګرو په کې لاسي صنايع، کرنيز توکي او کورني توليدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه نندراتون کې ٣٠ سلنه غرفې په ښځو پورې اړوند دي او دغه نندارتون به څلور ورځې دوام وکړي.

دغه راز د دې نندارتون يوې ګډنوالې انا هاشمزاده پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې د کورنيو توليداتو د خرڅلاو بازار ښه شوى دى.

خو دې زياته کړه: ((موږ اوس هم نه شو کولاى له بهرنيو توکو سره رقابت وکړو، حکومت بايد پر بهرنيو توليداتو ټکس او تعرفې لوړ کړي.))

دغه راز بل سوداګر خان محمد وويل چې د دغه شان نندارتونونو جوړېدل خورا مهم او پر ځاى دي خو زياتوي: ((زموږ عمده مشکل د برېښنا نه شتون او نا امني ده چې حکومت يې بايد حل کړي.))

همدارنګه د بلخ مرستيال والي بشير توحيدي وويل چې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره دوى هلې ځلې کوي خو خلک هم بايد د بهرنيو توکو پر ځاى له کورنيو توکو استفاده وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.