ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت  غضنفر ګروپ ته په بلخ کې سل جريبه ځمکه ورکړه

حکومت غضنفر ګروپ ته په بلخ کې سل جريبه ځمکه ورکړه

author avatar
13 May 2018 - 18:36
حکومت  غضنفر ګروپ ته په بلخ کې سل جريبه ځمکه ورکړه
author avatar
13 May 2018 - 18:36

مزار شريف (پژواک، ٢٣ غويى ٩٧) : حکومت، غضنفر ګروپ ته په بلخ ولايت کې د ٧٥ ميليونه امريکايي ډالرو په پانګونې د ٥٣ مېګاواټه حرارتي برېښنا د توليد لپاره سل جريبه دولتي ځمکه ورکړه.

په دې اړه نن د غويي په ٣مه، د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د بلخ د والي محمد اسحاق رهګذر او د غضنفر ګروپ د مشر يوسف غضنفر ترمنځ تړون لاسليک شو.

د بلخ والي وويل چې ياد ګروپ ته د ولسمشر اشرف غني د حکم په اساس په دهدادي ولسوالۍ کې ١٠٠ جريبه دولتي ځمکه ورکړل شوه.

هغه له غضنفر ګروپ څخه وغوښتل چې په ټاکلې موده کې دې خپله پروژه بشپړه او د برېښنا د توليد چارې دې پيل کړي.

رهګذر پر نورو سوداګرو هم غږ وکړ چې دا ډول پانګونه وکړي، چې هېواد او ولس ته يې ګټه ورسېږي.

د غضنفر ګروپ مشر يوسف غضنفر وويل، دوى د ٧٥ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونه کړې او له ګازو څخه به ٥٣ مېګاواټه برېښنا توليدوي.

هغه زياته کړه، دا ګاز به له شبرغان څخه راوړل کېږي او په دوو کلونو کې به د برېښنا توليد پيل کړي.

يوسف وايي، دوى د بلخ ١٢٠ فابريکو او د دې ولايت ٤٠ زره کورنيو ته په ټيټه بيه برېښنا ورکوي.

د نوموړي په وينا، د دوى د برېښنا بيه به د ازبکستان له وارداتي برېښنا څخه ټيټه وي.

د غضنفر ګروپ مشر وايي، له دې سره به د دغه ولايت زرګونو خلکو ته د کار زمينه هم پيدا شي.

هغه له حکومت څخه مننه وکړه چې په دې برخه کې يې ورسره همکاري وکړه او ځمکه يې ورکړه.

د مزار شريف ښار يوه اوسېدونکي سميع الله پژواک سره په خبرو کې د دا ډول پانګونو هرکلى وکړ او ويې ويل چې له دې سره به خلکو ته د کار زمينې برابرې او د برېښنا ستونزې کمې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.