ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ ځينو سيمو کې هم خلک خپلې لانجې پر طالبانو هواروي

د بلخ ځينو سيمو کې هم خلک خپلې لانجې پر طالبانو هواروي

author avatar
15 May 2018 - 17:12
د بلخ ځينو سيمو کې هم خلک خپلې لانجې پر طالبانو هواروي
author avatar
15 May 2018 - 17:12

مزارشريف (پژواک، ۲۵ غويی ۹۷): د بلخ د استيناف څارنوالۍ مسوولين مني چې په دغه ولايت کې ځينې خلک وسله والو مخالفينو ته د خپلو لانجو د حل لپاره مراجعه کوي.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د غويي په ۲۵مه، د استيناف څارنوالۍ له خوا د پوليسو او څارنوالۍ ارګانونو تر منځ د همغږۍ پيدا کېدو لپاره يوه ورځنۍ غونډه وشوه.

په دغه غونډه کې د ولايت د مرکز په ګډون د ولسواليو امنيتي مسوولينو او څارنوالانو هم برخه لرله.

د بلخ د استيناف څارنوالۍ مسوول نورهادي هادي د همدې غونډې په ترڅ کې رسنيو ته وويل، چې لا هم د پوليسو او څارنوالو تر منځ د اړتيا وړ همغږي نشته، چې د همدې ستونزو له امله په ځينو سيمو کې په عدلي او قضايي ارګانونو د خلکو د باور کچه کمه شوې ده.

ده زياته کړه، همدا لامل دی چې د ځينو ناامنه سيمو اوسېدونکو د خپلو لانجو دوسيې په سيمه کې وسله والو مخالفينو ته وړاندې کوي.

خو د ولسواليو څارنوالان وايي چې دغه چاره په ناامنه سيمو کې کله کله پېښېږي.

د چمتال ولسوالۍ څارنوال محمد موسی سخره وويل، خلک په سيمه کې د شته ناامنۍ له امله دغې چارې ته زړه ښه کوي.

نوموړي دا ومنله چې ځينې خلک خپلې دوسيې وسله والو مخالفينو ته د حل لپاره وړاندې کوي؛ خو دا يې پر خلکو د وسله والو مخالفينو د ډار فشار وګاڼه.

بلخوا د ولسواليو امنيتي مسوولين ډاډ ورکوي چې د ناامنه سيمو د امنيت لپاره ګړندۍ هڅې روانې دي.

د چمتال ولسوالۍ جنايي امر هاشم ټکر وويل، دمګړۍ په دغې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې عمليات روان دي او ولس هم له امنيتي ځواکونو سره خواخوږي لري او ملاتړ  يې کوي.

د هغه په وينا، د امنيت له راتلو سره سم به هېڅوک خپلې دوسيې وسله والو مخالفينو ته وړاندې نه کړي.

بلخوا د استيناف څارنوالي مسوولين هم کوښښ کوي چې د پوليسو او څارنوالانو تر منځ د همغږۍ پيدا کېدو له لارې هم د ورته ستونزو د حل لپاره لارې ومومي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.