اسعد اباد (پژواک، ۳۱ غويى ۹۷): د کونړ ولايت نجاران وايي، له لرګيو جوړ توکي قاچاق نه دی او حکومت دې د دوى د توليداتو لېږد ته قانوني اجازه ورکړي.
په دغه ولايت کې شاوخوا څلور سوه لويې او وړې کارخانې شته چې د کونړ له لرګيو تختونه، المارۍ، مېزونه، کړکۍ، دروازې او نور توکي جوړوي، خو پر دغو توکو د لېږد بنديز يې کارونه په ټپه درولي دي.
نجاران وايي، که له لرګیو څخه د جوړو شويو توکو لیږد ته یې په کونړ او له کونړه بهر اجازه ور نه کړل شي، په پراخو مدني حرکتونو به پیل وکړي .
عبدالرحیم چې د کونړ مرکز اسعد اباد ښار کې د نجارۍ په یوه کوچنۍ فابریکه کې کار کوي، وايي له هغو لرګيو چې په ځنګلونو کې له کاره لوېدلي وي، د خلکو له غوښتنو سره سم ترې فرنېچر او تعميراتي وسايل جوړوي.
هغه زياته کړه، له هغه وخته چې حکومت یې د لـــرګيو د پخو موادو پر لېږد بندیز لګـــــولـی، کاروبار يې هــــم په ټپه درېدلی دی.
عاشق الله یو بل صنعت کار دی چې د نږدې دوولس کلونو راهيسې په اسعداباد ښار کې د نجارۍ په یوه فابریکه کې کار کوي.
ده پژواک ته وويل، اوس مهال له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او حکومت یې هم پر لاس جوړو توکو باندې د قاچاقو په نوم بندیز لګولی دی .
نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې له کونړه د لرګیو جوړو توکو ته دې د لېږد اجازه ورکړي څو ټول هېواد ته د کونړ د لرګیو لاسي صنعت ورسېږي.
د کونړ ولايت يو مدني فعال حشمت الله ژمن وايي، حکومت او امنيتي ځواکونه د لرګيو د اصلي قاچاق مخه نه شي نيولی، بلکې د خلکو د کاروبار مخه يې نيولې ده.
دی وايي، دغه ولايت کې زرګونه خلکو ته د نجارۍ په صنعت کې کاروبار برابر شوی و؛ خو د حکومت د ناسمې پرېکړې له امله اوس ياد خلک له ستونزو سره مخ دي.
د هغه په وينا، اوس هم د سرحدي سيمو له لارې پاکستان ته د کونړ لرګي قاچاق کېږي؛ خو خپله د هېواد دننه يې پرې بنديز لګولی دی.
نجاران وايي، که ورته اجازه ورکړل شي؛ نو د خپلو توليداتو د لېږد رالېږد محصول ورکولو ته هم چمتو دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن