Pajhwok Afghan News

“ننګرهار کې د ټاکنو پر مرکزونو بريد کوونکي پنځلس وسله وال نيول شوي”

جلال اباد (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۷): د ننګرهار چارواکي وايي، مرکز او څو ولسواليو کې يې د ټاکنو پر مرکزونو د بريدونو پلان لرونکي پنځلس وسله وال نيولي دي.

چارواکي وايي، ياد داعش او طالب وسله وال د ملي امنيت ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې نيول شوي، چې ورسره د موټربم بريد چاودېدونکي توکي، د ځانمرګي بريد واسکټ، بېلابېل ډوله وسلې او نور مهمات هم تر لاسه شوي دي.

د نيول شوو کسانو له ډلې يو شمېر کسان، وسلې او مهمات د غبرګولي په ۲مه د ننګرهار ولايت د رسنيو په دفتر کې خبريالانو ته هم وښودل شول.

د ننګرهار والي حيات لله حيات په همدې موخه په خبري کنفرانس کې وویل، د ملي امنیت رياست له لوري په جلال اباد ښار او څو ولسواليو کې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې ديارلس وسله وال طالبان، دوه داعش او تر شک لاندې دوه تنه له يوه اندازه وسلو، مهماتو او چاودېدونکو توکو سره يو ځای ونيول شول.

هغه زياته کړه، د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې د جلال اباد ښار، غني خېلو، سره رود، خوږياڼو، چپرهار او بټي کوټ ولسواليو کې د دوو داعش وسله والو په ګډون پنځلس وسله وال طالبان ژوندي نيولي دي.

دی وايي، له يادو وسله والو سره موټربم ته چمتو شوي چاودېدونکي توکي، د ځانمرګي بريد واسکټ، يو شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.

والي دا هم وويل، نيول شوو وسله والو غوښتل چې په جلال اباد ښار کې پر څو مهمو ادارو او د نوم ليکنو پر مرکزونو بريدونه وکړي، چې موخې ته له رسېدو وړاندې ونيول شول.

ده زياته کړه، ملي امنيت رياست د چپرهار په دولتزيو سيمه کې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې درې وسله وال طالبان له يو روسي درازنوف او څلورو شاژورونو سره، يوه روسۍ کرينکوف، يوه روسۍ کلاشينکوف له يوولس شاژورونو سره،  پنځه مقناطيسی ماينونه، څلور لاسي بمونه، دوه مخابرې، درې پرتلې او يوولس کپسولونه نیولي دي.

د ده په وينا، يادو نيول شوو وسله والو طالبانو غوښتل چې په جلال اباد ښار کې د ټاکنو پر مرکزونو بريدونه وکړي.

د ننګرهار والي وايي، د ملي امنيت ریاست د غني خېلو ولسوالۍ لنډي چوک سيمه کې د وسله والو طالبانو د وسلو پر يوه پټنځای عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې څلور بوشکې چاودېدونکي توکي، لس روسي کپسولونه، سل متره انفجاري لينونه، درې ريموټ کنټروله، پنځه انفجاري بکسې او نور چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي او له منځه يې وړي دي

د نوموړي د معلوماتو له مخې، ياد چاودېدونکي توکي د موټربم لپاره چمتو شوي و او وسله والو مخالفينو غوښتل چې په جلال اباد ښار کې پر يوې مهمې ادارې موټربم بريد وکړي.

ده زياته کړه، د جلال اباد ښار دويمه ناحيه کې د داعش وسله وال عنايت الله په کور ملي امنيت رياست موظفینو د عملياتو په ترڅ کې، نوموړي سره ځانمرګي بريد ته چمتو شوی واسکټ، يو سراچه ډوله موټر، دوه کلاشينکوفونه، دوه تومانچې، د کلاشينکوف او تومانچو شپاړلس شاژورونه او د داعش اړونده ځينې اسناد نيول شوي دي.

هغه وايي، په ورته وخت کې يو بل داعش وسله وال چې په چپرهار ولسوالۍ کې يې تخریبي کړنې تر سره کولې، د جلال اباد ښار دويمه ناحيه کې نيول شوی دی.

حيات دغه راز وويل چې تېره شپه د ملي امنيت موظفينو د خوږياڼو ولسوالۍ په نوکړ خېلو سيمه کې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې پنځه وسله وال طالبان او تر شک لاندې دوه تنه نيولي دي.

نوموړي وويل، د يادو عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو د وسلو په ډيپو کې يوه دهشکه، يو راکټ انداز، دوه کلاشينکوفونه، درې خود ساخته ماينونه، اووه د هشتاد دو مرمۍ او دوه فیره مزاييل له منځه وړل شوي او يو شمېر وسلې او چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي.

د ننګرهار والي وويل چې په ورته وخت کې د ملي امنيت د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې په سره رود ولسوالۍ او څو نورو سيمو کې پنځه وسله وال طالبان نيول شوي، چې پر يادې ولسوالۍ سربېره يې جلال اباد ښار او ځينو ولسواليو کې تخریبي کړنې تر سره کولې.

داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Views: 0

Exit mobile version