ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په بدخشان کې زورواکي د ټاکنو پروسه کې لاسوهنه کوي”

“په بدخشان کې زورواکي د ټاکنو پروسه کې لاسوهنه کوي”

author avatar
27 May 2018 - 14:17
“په بدخشان کې زورواکي د ټاکنو پروسه کې لاسوهنه کوي”
author avatar
27 May 2018 - 14:17

فيض آباد(پژواک،٦غبرګولی٩٧): په بدخشان ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس د اندېښنې په څرګندولوسره وايي چې په دې ولایت کې زورواکي د ټاکنو په بهير په ځانګړي ډول د کارکوونکو په ګومارلو کې لاسوهنه کوي.

 د دغه ولایت د ټاکنو د چارو رييس حميدالله بلوڅ پژواک خبري اژانس ته وويل چې زورواکي په ځانګړي ډول د ملي شورا او ولايتي شورا غړي په ټاکنو پورې د اړوند چارو لپاره د کارکوونکو په جذبولو کې لاسوهنه کوي او د دوی دا کړنې د اندېښنې وړ دي.

 هغه زياته کړه:((  د بدخشان ولايت د ټاکنو کمېسيون د رييس په ډول زما له څلورمياشتينۍ دندې څخه ترخه تجربه د زورواکو او يو شمېر هغو کسانو چې د ولسي پاڅون وسله وال کسان له ځان سره لري، له لوري د ټاکنو په بهیر کې مداخله ده، دوی ډېری وخت زموږ د کارکونکو د جذبولو په چاروکې  مداخله کوي او که په راتلونکې کې د دغو زورواکو مداخله پای ته ونه رسېږي د رایې ورکولو په ورځ به ډېرې ستونزې جوړې کړي.))

 نوموړي په ځانکړي ډول د کوم کس نوم یاد نه کړ.

همدارنګه د بدخشان ولایت د ټاکنو رييس وويل چې په دې ولايت کې د رايې ورکوونکو د ۳۲۲ مرکزونو له ډلې ۴۷ مرکزونه له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دي او ۲۷ مرکزونه  تړل شوي دي.

 خو هغه زیاته کړه :(( امنيتي ځواکونو وعده راکړې چې د ټاکنو په ورځ به د هغو مرکزونو چې له متوسطو او کمو امنيتي ګواښونو سره مخ دي امنيت ساتي، خو د هغو مرکزونو چې تر سخت امنيتي ګواښ لاندې دي په اړه دې  مرکزي اداره تصميم ونیسي.))

 نوموړي په ټاکنو کې د ښځو د کموالي ستونزې ته په اشاره وويل چې د رايې ورکولو د مرکزونو ډېره فاصله،د تذکرو نه شتون، او امنيتي ګواښونه هغه ستونزې دي چې د نوم لیکنې په پروسه کې یې دښځو شمېر کم کړی، خو سره له دې هم په ځينو ځايونو کې د نوم لیکنې په پروسه کې د ښځو شمېر د قناعت وړ  دی.

 په بدخشان کې د بشري حقونو کمېسیون مشرې عارفې نويد پژواک ته وويل چې د نوم لیکنې په پروسه کې د ښځو کم ګډون د اندېښنې وړ دى.

 نوموړې زياته کړه:(( ډېری ښځې په دې اند دي چې په تېرو ټاکنو کې یې د خپلې خوښې وړ کسانو ته رایه ورکړه، خو پایله یې معکوسه وه او ډېره درغلي وشوه، اوس هم ښځې باور نه لري چې ټاکنې به رڼې تر سره شي، په همدې سبب د نوم لیکنې په مرکزونو کې د ښځو شمېر کم دی.))

 دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په بدخشان ولايت کې د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو لپاره د نوماندانو پروسه پیل شوه.

 په بدخشان ولایت کې دټاکنو د بهرنيو اړيکو مسوول انجنیر محمد دین خواهاني وويل چې د غیرګولي په ۵ مه ولسي جرګې او ولايتي شورا ته د کانديدانو د نوم لیکنې بهیر پیل شو،  تر اوسه ۱۷ کسانو ولسي جرګې ته او ۲۶ نورو کسانو د ولسواليو شوراګانو ته ځانونه کانديد کړي، د نوم لیکنې دا بهير به د غبرګولي تر ۲۲مې پورې دوام ولري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.