ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې طالبانو د ملي اردو سرتېري بېرته خوشې کړي

غزني کې طالبانو د ملي اردو سرتېري بېرته خوشې کړي

author avatar
19 Jun 2018 - 14:07
غزني کې طالبانو د ملي اردو سرتېري بېرته خوشې کړي
author avatar
19 Jun 2018 - 14:07

غزني ښار (پژواک،٢٩غبرګولى٩٧): د غزني چارواکي وايي چې په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د ملي اردو نيول شوي سرتېري بېرته خوشې شوي دي.

وړمه ورځ وسله والو طالبانو د اندړو ولسوالۍ له سلطان باغ سيمې څخه د اوربند له مراسمو د ملي اردو شپږ سرتېري له وسلو سره يوځاى له ځانه سره بيولي وو.

خو د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غبرګولي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د ملي اردو ياد شوي سرتېري پرون ناوخته بېرته خوشې کړي دي.

ده زياته کړه: (( سرتېري يې را خوشې کړي خو وسلې او ټانک يې بېرته نه دي ورکړي.))

بل لورته طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې ياد سرتېري خپله له طالبانو سره يوځاى شوي وو.

هغه وايي: (( مجاهدینو دغو عسکرو ته د اختر لپاره کالي او ۲۰۰۰۰ افغانۍ د لارې کرایه ورکړه او خپلو کورونو ته يې واستول. په دې اړه چې کوم پروپاګنډ کېږي حقیقت نه لري.))

د يادونې ده چې وسله والو طالبانو د تېر شوي اختر په درېيو ورځو کې د اوربند اعلان کړى و چې له امله يې خلکو، طالبانو او امنيتي ځواکونو يو ځاى سره ولمانځه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.