ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مفتي نور ولي مسيد د پاکستانيو طالبانو نوى مشر وټاکل شو

مفتي نور ولي مسيد د پاکستانيو طالبانو نوى مشر وټاکل شو

author avatar
23 Jun 2018 - 19:12
مفتي نور ولي مسيد د پاکستانيو طالبانو نوى مشر وټاکل شو
author avatar
23 Jun 2018 - 19:12

کابل (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٧) : پاکستانيو طالبانو د امريکا په يوه هوايي بريد کې د خپل مشر ملا فضل الله وژنه تاييد کړې او مفتي نور ولي مسيد يې نوى مشر ټاکلى دى.

ملا فضل الله شاوخوا ١٠ ورځې مخکې د ډيورنډ فرضي کرښې سره نږدې د کونړ ولايت په مربوطاتو کې د امريکا په يوه هوايي بريد کې وژل شوى و.

د پاکستانيو طالبانو ډلې ټي ټي پي له خوا د چنګاښ په ٢مه، پاکستانيو رسنيو ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مفتي مزاحم  د مرستيال مشر په توګه ټاکل شوى دى.

سرچينو ويلي، نور ولي مسيد د پاکستانيو  طالبانو د پخواني مشر بيت الله مسيد له نږدې ملګرو څخه شمېرل کېږي.

راپورونه وايي چې ٤٠ کلن  نور ولي د پاکستانيو طالبانو پر تحريک يو کتاب هم ليکلى و، چې په کې يې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې مېرمن بينظير بوټو په وژلو کې ددې ډلې لاس لرل هم په ډاګه کړي وو.

ددې ٦٩٠ مخيز کتاب نوم و : ( د مسيد انقلاب، سوېلي وزيرستان، له انګريز ښکېلاک څخه تر امريکايي ښکېلاکه پورې)

پاکستانيو استخباراتي سرچينو بي بي سي ته ويلي چې د جون په ١٣مه نيټه، ملا فضل الله د کونړ ولايت د مرورې ولسوالۍ په بچي سيمه کې د روژې د افطار په يوه پروګرام کې تر ګډون وروسته کله، چې په خپل موټر کې کېناست، نو د امريکايي بې پيلوټه الوتکې له خوا پرې بريد وشو او له خپلو درېيو نورو ملګرو سره و وژل شو.

د پاکستانيو طالبانو نوى مشر نور ولي مسيد د سوېلي وزيرستان د تيارزه سيمې اوسېدونکى دى،د پنجاب په فيصل اباد، ګوجرانواله او د کراچۍ په مدرسو کې يې ديني زده کړې کړې دي.

د  سرچينو د معلوماتو له مخى، نوموړى په ٢٠١٤ کال کې د امريکا له يوه بې پيلوټه بريده چې  د سوېلي وزيرستان په سروکۍ سيمه کې شوى و، روغ وتلى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.