ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې طالبانو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني کې طالبانو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
24 Jun 2018 - 14:45
غزني کې طالبانو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
24 Jun 2018 - 14:45

غزني ښار (پژواک،٣چنګاښ٩٧): د غزني مسوولين وايي چې د امنيتي سرتېرو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې ١٢ طالبان او درې سرتېري وژل شوي دي.

د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل د چنګاښ په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د اندړو او ګيرو ولسواليو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.

ده زياته کړه، په دې بريدونو کې ١٢ طالبان او درې امنيتي سرتېري وژل شوي او اووه طالبان او دوه امنيتي سرتېري ټپيان دي.

د هغه په وينا، د وسله والو طالبانو دغه بريدونه په شا تمبول شوي او اوسمهال سيمه د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې ده.

دغه راز د اندړو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي قريب الله پژواک ته وويل چې زياتره وخت د شپې له خوا په دې ولسوالۍ کې جګړې کېږي.

د ده په خبره، په دې وروستيو کې په دې ولسوالۍ کې امنيتي حالت ترينګلى شوى چې له امله يې خلک اندېښمن دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د روان کال له پيله په غزني کې جګړې ډېرې شوي چې له امله يې له تېرو څو مياشتو راهيسې د غزني- پکتيکا لويه لار هم د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.