ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ميدان وردګو د ولسواليو شوراګانو ١٩ څوکيو ته يواځې ٨ ښځو ځانونه کانديد کړي

د ميدان وردګو د ولسواليو شوراګانو ١٩ څوکيو ته يواځې ٨ ښځو ځانونه کانديد کړي

author avatar
27 Jun 2018 - 15:06
د ميدان وردګو د ولسواليو شوراګانو ١٩ څوکيو ته يواځې ٨ ښځو ځانونه کانديد کړي
author avatar
27 Jun 2018 - 15:06

ميدانښار: (پژواک، ٦ غبرګولی ۹۷): د ميدان وردګو ولايت د څلورو ولسواليو شوراګانو ته ښځو ځانونه نه دي کانديد کړي او د ښځو ١٩ څوکيو ته يواځې ٨ ښځو ځانونه کانديد کړي دي.

د ځايي اوسېدونکو په وينا، سنتي ټولنه، د امنيت نشتوالى، مېرمنو ته د عامه پوهاوي کموالى او د ولسواليو شوراګانو استازو ته د تنخوا نه شتون ددې لامل شوي چې ښځې ځانونه کانديد نه کړي.

د ميدان وردګو ولايت اته ولسوالۍ لري چې د دې ولايت د مرکزي بهسود، سيداباد او چک ولسواليو لپاره درې درې ښځينه استازې او د نرخ، جلريز، جغتو، د بهسودو لومړۍ حصې او دايميردادو ولسواليو لپاره دوه دوه ښځينه استازې په پام کې نيول شوې دي.

د ميدان وردګو ولايت د ښځو چارو رييسې وحيدې ښکلې پژواک خبري اژانس ته وويل چې تردې مهاله نهو مېرمنو ولسي جرګې او اته تنه مېرمنو د ولسواليو شوراګانو ته ځانونه نوماند کړي دي.

هغې زياته کړه :”متاسفانه د ولسواليو د شوراګانو د استازيتوب لپاره د ميدان وردګو ولايت د نوماندانو شمېر ډېر کم دی ، له بده مرغه کوم سهم چې ورکړل شوی هغه شمېر يې هم نه دی پوره کړی.”

ښکلې وايي، دا چې دغه ولايت يو له محرومو ولايتونو څخه دی او په دې ولايت کې د مېرمنو وضعيت د ښه والي په اړه اړينې کړنې نه دي ترسره شوي، نو د ولسواليو شوراګانو ښځينه استازو ته ډېره اړتيا ليدل کېږي.

د هغې په وينا، د ولسواليو شورا ښځينه استازو ته ۲۵ سلنه ونډه ورکړل شوې خو په وينا يې چې د دې ولايت په يو شمېر ولسواليو کې نوماندې مېرمنې نشته.

د ښځو چارو رييسې په دې ولايت کې ناامني، فرهنګې، سنتي دودونه، د عامه پوهاوي نشتوالى او د نوماندۍ شرايطو نه پوره کول هغه ستونزې دي چې مېرمنې نه دي توانېدلي چې ځانونه د ولسواليو شوراګانو ته نوماندان کړي.

د ميدان وردګو ولايت د ولايتي شورا پخوانۍ مرستيالې نفسيې سيلۍ وردګ هم د ميدان وردګو په ولايت کې جګړې او ناامني په ټولو چارو کې د ښځو د نه ګډون لامل په ګوته کړ او زياته يې کړه، تردې مهال په دې ولايت کې د ښځو لپاره داسې پروګرامونه نه دي ترسره شوي تر څو مېرمنې په ښه ډول له خپلو حقونو خبرې شي.

هغې په دې ولايت کې د مېرمنو لپاره د زده کړو د اساسي مرکزونه نشتوالی په ګوته کړ او ويې ويل په دې ولايت کې مېرمنې يواځې تر اتم ټولګي زده کړې کولای شي هغه هم له ډېرو ستونزو سره؛ نو له بده مرغه چې په دې ولايت کې د نجونو لېسې يواځې په مرکز کې شتون لري.

سيلۍ وردګ پژواک ته وويل، هغو مېرمنو چې ځانونه يې په دې ولايت کې د ولسواليو شوراګانو لپاره نوماند کړي هغه مېرمنې دي چې د ميدان وردګو اصلي اوسېدونکي دي خو په کابل ښار کې ژوند کوي.

هغې د ميدان وردګوکې د ښځو چارو رياست پر کړنو نېوکه وکړه او زياته يې کړه چې دغه رياست په ميدان وردګو ولايت کې د ښځو وضعيت د ښه والي او عامه پوهاوي په برخه کې اغېزمنې کړنې نه دي ترسره کړي او تر ډېره بريده يې چارې سمبوليکې وبللې.

په ځوان پارلمان کې د ميدان وردګو ولايت استازې او د پېغلې راډيو مشره ظريفه غفاري وايي، ميدان وردګو ولايت يو له ناامنو ولايتونو څخه دی چې ډېری وخت په کې جګړې وي؛ نو له همدې امله مېرمنو دا هوډ ونه شواى کولى چې يادې شورا ته ځانونه نوماند کړي.

د دې په وينا، سنتي فرهنګ، مردسالاره ټولنه، د مېرمنو د زده کړو کموالی او د ښځو پر وړاندې محدوديت هغه نور لاملونه دي چې مېرمنې زړه ښه نه کړي چې ځانونه د ولسواليو شوراګانو لپاره نوماند کړي.

د دې ترڅنګ هغې وويل، دا چې حکومت د ولسواليو شورا ګانو لپاره مالي امتياز په پام کې نه دی نيولی، نو دا چې د ميدان وردګو ولايت له ناامنو ولايتونو څخه دی هېڅوک زړه نه ښه کوي چې ځانونه له ستونزو سره مخ کړي.

د هغې په وينا، اته تنو مېرمنو چې ځانونه نوماندان کړي د سيمو اوسنۍ اوسېدونکې نه دي او په کابل ښار کې اوسېږي چې دوی په هېڅ صورت نه شي کولای د ياد ولايت په لرې پرتو سيمو کې د  مېرمنو منځ ته ورشي، د هغوی له ستونزو ځان خبر کړي او يا يې په ښه ډول استازولي وکولای شي.

د ميدان وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ شورا ته نوماندې وجيه اخترزۍ پژواک اژانس ته وويل چې د خپلو خلکو د حالت د ښه والي او په ځانګړي ډول مېرمنو ته د خدمت په موخه يې ځان نوماند کړى دى .

هغې زياته کړه، غواړي هغه دود مات کړي د کوم له مخې چې مېرمنې نه شي کولای خپل هېواد او خپلو خلکو ته خدمت وکړي.

دې وويل:”له دې سره سره چې د کورنۍ ځينو غړو راسره مخالفت وکړ چې سيمه ناامنه او نورې فرهنګي ستونزې هم شته او نه شې کولای دغه کار په ښه ډول پرمخ يوسې؛ خو ما هغوی ته ډاډ ورکړ او ورته مې وويل چې زه د دې وړتيا لرم او تر څنګ يې چې زه په ناامنه سيمه کې خدمت ونه شم کړای نو په امنو سيمو کې هر څوک فعاليت کولای شي.”

د دې په وينا، ستره ستونزه چې د ميدان وردګو په ولايت کې ميرمنو ځانونه د ولسواليو شوراګانو ته نه دي نوماند کړي د تنخوا او امتيازاتو نشتوالی دی او تر څنګ يې ناامني او سنتي ټولنه هم هغه ستونزې دي چې ډېری مېرمنې زړه نه ښه کوي چې ځانونه نوماند کړي.

ميرمن اخترزۍ په دې اړه چې ډېری هغو مېرمنو چې ځانونه د ولسواليو شوراګانو ته نوماند کړي کابل مېشتې مېرمنې دي او نه شي کولای په ښه ډول استازيتوب وکړای شي وويل:”زه د نور چا په اړه څه نه وايم، کېدای شي ټولې نوماندانې داسې نه وي چې کابل مېشتې وي؛ خو موږ دوه ځايه ژوند کوو او ما د زده کړو په موخه په کابل کې کور نيولى و، خو زموږ کور په سيداباد کې هم دی او هلته اوسېږو.”

د سيد اباد ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي عزيز الله هم وايي چې نا امنۍ او ټولنيزې ستونزې ددې لامل شوي  چې ښځې په ډېر کم شمېر کې د ولسواليو شوراګانو ته ځانونه کانديد کړي.

هغه، پژواک ته وويل چې په ولسواليو کې هر ډول محدوديتونه ډېر دي او مېرمنې نه شي کولى په ډاډه زړه ځانونه کانديد کړي او يا هم په ټاکنو کې ونډه واخلي.

د ميدان وردګو ولايت د ټاکنو د ولايتي کمېسيون مشر نعمت الله حبيبي وردګ هم مني چې يو شمېر ولسواليو کې مېرمنو ځانونه نه دي کانديد کړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، له يادو ولسواليو څخه د چک، جغتو، دايميرداد او بهسودو د لومړۍ حصې په ولسواليو کې هېڅ مېرمنې ځان د ولسواليو شوراګانو د استازيتوب لپاره نه دى نوماند کړى.

د ده په وينا، په مرکزي بهسودو کې څلورو مېرمنو، په جلريز کې دوو مېرمنو او په نرخ او سيداباد ولسواليو کې يوې يوې مېرمنې ځانونه نوماند کړي دي.

نعمت الله وردګ وايي چې د ميدان وردګو له ولايت څخه د نهو مېرمنو، دوو کوچيانو په ګډون ۴۴ کسانو ځانونه نوماند کړي دي.

دی زياتوي، د ولسواليو شوراګانو ۶۲ څوکيو ته د اتو مېرمنو په ګډون ۱۳۸ تنوځانونه نوماند کړي چې له ۶۲ استازو څخه ۱۹ تنه يې بايد مېرمنې خو له بده مرغه چې يادې ۱۹ سهميې ته يواځې اتو مېرمنو ځانونه نوماند کړي دي.

هغه په ميدان وردګو ولايت کې سنتي ټولنه حاکمه وبلله او ويې چې له بده مرغه په دې ولايت کې د مېرمنو د ژوندانه د مثبت بدلون لپاره اړوند ارګانونو اړينې او د پام وړ کړنې نه دي ترسره کړي او ډېری هغه مېرمنې چې واجد شرايط دي پېژندپاڼې نه لري.

دی وايي، له دې سره سره چې د ميدانو رودګو ولايت نيمايي نفوس مېرمنې جوړوي، خو بايد تردې مخکې په دې برخه کې مېرمنو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی واى، د امنيت د ټينګښت لپاره کار شوی واى، ظرفيت جوړونه شوې وای د مېرمنو د هر اړخيز وضعيت د ښه والي لپاره اوږد مهاله پروژې پلې کړای شوې واى چې له بده مرغه کار نه دی شوی.

نعمت الله د دې څوکيو د ډک کولو په اړه وويل:”د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او زموږ کوښښ دا دی، هغه ټولنيز بنسټونه چې شتون لري او ښځينه مدني فعالانې ولري او وغواړي چې ځانونه نوماند کړي نو موږ به پوره پوره همکاري ورسره وکړو.”

دی زياتوي، د دې امکان شتون لري چې په ځينو ولسواليو کې د مېرمنو څوکۍ تشې پاتې شي.

د هغه په وينا، د ټاکنو قانون د ۶۱ مې مادې له مخې، هغه ولسوالۍ چې د نفوس شمېر يې تر ۴۰ زرو پورې وي، پنځه څوکۍ، هغه ولسوالۍ چې تر ۷۰ زره نفوس ولري اووه څوکۍ، هغه ولسوالۍ چې ۹۰ زره وګړي ولري ۹ څوکۍ او هغه ولسوالۍ چې تر ۱۰۰ زرو ډېر وګړي ولري يوولس څوکۍ ځانګړې شوې دي.

د همدې مادې له مخې، د ولسواليو شوراګانو لپاره د ځانګړيو شوو څوکيو ۲۵ سلنه مېرمنو ته په پام کې نيول شوې ده.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.