ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د انسان تښتونکو له منګولو دوه ماشومان وژغورل شول

په ننګرهار کې د انسان تښتونکو له منګولو دوه ماشومان وژغورل شول

author avatar
27 Jun 2018 - 11:44
په ننګرهار کې د انسان تښتونکو له منګولو دوه ماشومان وژغورل شول
author avatar
27 Jun 2018 - 11:44

جلال اباد (پژواک، ۶ چنګاښ ۹۷): د ننګرهار پوليسو د انسان تښتونکو له منګولو دوه ماشومان ژغورلي او خپلې کورنۍ ته يې وسپارل.

د ننګرهار ولايت له امنيې قوماندانۍ څخه د چنګاښ په ۶مه پژواک اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياد ماشومان د تښتونکو له خوا د ترهګريزو کړنو د ترسره کولو په موخه تښتول کېدل،چې پوليسو ونيول.

په خبرپاڼه کې د امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سنايي ستانکزي له قوله راغلي چې تښتونکو غوښتل، یاد ماشومان د جلال اباد ښار له یوې دیني مدرسې څخه نامعلوم ځای ته د ځانمرګو او نورو ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره د روزنې په موخه ولېږدوي .

د نوموړي په وینا، د پولیسو په هلو ځلو یاد ماشومان د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تښتوونکو له منګولو وژغورل شول، خو تښتوونکي له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي چې د امنیتي ځواکونو له لوري یې د نیولو هڅې روانې دي.

د تښتوونکو له منګولو یو تن ازاد شوی جعفر وایي: (( په موټر کې تر اچولو وروسته تښتوونکو راته د نشې ګولۍ راکړې نور په  ځان هيڅ نه يم پوه شوى.))

په همدې حال کې د یادو ماشومانو پلار نادر چې په جلال اباد ښار کې پر کراچۍ  توکي پلوري له پولیسو مننه وکړه چې اولادونه یې ورته د تښتوونکو له منګولو وژغورل.

د يادنې ده چې په دې وروستيو کې د ننګرهار او کندوز ترڅنګ په يو شمېر نورو سيمو کې هم د انسان تښتونې پېښې ډېرې شوې دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.