ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نظام الدين قيصاري کور  د نيولو پرمهال پنځو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د نظام الدين قيصاري کور د نيولو پرمهال پنځو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
6 Jul 2018 - 11:19
د نظام الدين قيصاري کور  د نيولو پرمهال پنځو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
6 Jul 2018 - 11:19

 میمنه (پژواک ، ١٥چنګاښ ٩٧): کومانډو ځواکونو د نظام الدين قيصاري د کور نيولو پرمهال په نښته کې د هغه پنځو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله .

بلخوا د هغو نامسوولوکسانو له ډلې چې د فارياب ولايت د هوايي ډګر  چورلکو يې بريد کاوه ، ٢١کسان نيول شوي،دوه وژل شوي، دوه نور ټپيان دي او يوه اندازه وسله او مهمات د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

په فارياب کې د جنبش ګوند ولايتي مسوول پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده .

سرچينې زياته کړه چې د نښتې پرمهال د قيصاري دوه تنه وژل شوي، درې نور ټپيان او يوتن نيول شوى دى.

د ٢٠٩شاهين قول اردو مسوولينو په دې اړه څه ونه ويل، خو د پوليسو يوې سرچينې د کومانډو ځواکونو له خوا د قيصاري د کور نيول تاييد کړل .

د قيصاري کور د فارياب د هوايي ډګر ترڅنګ او د ملي اردو د لومړۍ لوا په څو مترۍ کې موقعيت لري.

یوې امنیتي سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې تیره شپه تر ۴۰ پورې د قیصاري وسله وال دولتي ځواکونو ته ځانونه سپارلي.

سرچینې زیاته کړې، چې نن هم هلته ډلې ډلې د قیصاري وسله وال ملي ځواکونو ته تسلیم شوي او حالات د عادي کیدو په لوري روان دي.

نظام الدین قیصاري د جنرال دوستم د مهمو سيمه ييزو قوماندانانو له ډلې څخه و چې هلته يې د ولسي پاڅون کوونکو کسانو مشري کوله او په يوه امنيتي غونډه کې يې يو شمېر لوړپوړي دولتي امنيتي کسان ګواښلي، چې له هغه وروسته څلور ورځې وړاندې د کومانډو ځواکونو د ځانګړې قطعې له لوري  ونيول او کابل ته انتقال شو.

د قيصاري د نيولو په غبرګون کې په فارياب، جوزجان،سرپل، بلخ او تخار کې لاريونونه ترسره شول چې په فارياب کې تېره ورځ لاريون کوونکو د ولايت مقام ودانۍ او دولتي موټر وسوځول، د امنيتي ځواکونو په ډزو کې يو لاريون کوونکى ووژل شو او شپږ نور ټپيان شول .

خو فاریاب ته د حکومت لېږل شوي لوړ رتبه پلاوي د یاد ولایت له قومي مشرانو سره په ناستې کې له یوې پرېکړې وروسته په دغه ولایت کې ټولې غونډې او نور حرکتونه د امنيتي ګواښونو تر پای ته رسېدو پورې ځنډولي او پرېکړه شوې که چا سرغړونه وکړه قانوني کړنه به ورسره وشي . You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.