فیروزکوه (پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٧): د غور ځايي سرچینې وايي، طالبانو د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د سړک جوړولو یوه شرکت دوه کارکوونکي د باج نه ورکولو له امله تښتولي دي.
د فېروزکوه ښار د لښکر کلي یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس ته وویل، د سړک جوړولو یوه شرکت د کار له پای ته رسېدو وروسته طالبانو ته د یوې اندازې پيسو ورکولو ژمنه کړې وه، خو دغه شرکت طابانو ته پیسې نه دي ورکړې، وروسته په سیمه کې د طالبانو نظامي مسوول شیخ عمر د یاد شرکت دوه کارکوونکي ونیول.
یوې سیمه ییزې سرچینې وویل، سیمه ییزو طالبانو ویلي، دوی به تر هغه یاد کارکوونکي خوشي نه کړي څو د سړک جوړونې شرکت هغه پيسې چې طالبانو ته یې د ورکولو ژمنه کړې ده، نه وي ورکړې.
بلخوا د لشکر پرمختیایي شورا رییس ملا عیدګل وویل، نیول شوي کسان د سیمې اوسېدونکي دي چې د سپين ږیرو او قومي مشرانو په منځګړتوب به یې ژر تر ژره د طالبانو له منګولو راخوشي کړي.
په عین وخت کې د غور د والي ویاند عبدالحي خطیبي پژواک خبري اژانس ته وویل، د سړک جوړولو د شرکت غړي تېره ورځ د طالبانو قوماندان شیخ عمر د فېروزکوه ښار په (تلو سرخ) سیمه کې تښتولي دي.
خطیبي هم ډاډ ورکوي چې دوی د نیول شوو کسانو د خلاصون لپاره هڅې پيل کړې دي.
تر اوسه طالبانو د یادو څرګندونو په غبرګون څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن