ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتمر د ناټو له قوماندان سره د ټاکنو د امنيت په اړه خبرې وکړې

اتمر د ناټو له قوماندان سره د ټاکنو د امنيت په اړه خبرې وکړې

author avatar
16 Jul 2018 - 17:16
اتمر د ناټو له قوماندان سره د ټاکنو د امنيت په اړه خبرې وکړې
author avatar
16 Jul 2018 - 17:16

کابل (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٧) : د ملي امنيت سلاکار د ناټو له قوماندان سره دناټو سرمشريزې غونډې پر پرېکړو او د ټاکنو د امنيت په اړه خبرې وکړې.

د ملي امنيت شورا له مطبوعاتي دفتر څخه د چنګاښ په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکولسن نن د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر سره وليدل.

سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کې د ملي امنیت سلاکار د افغانستان د خلکو او حکومت په استازیتوب د غوڅ ملاتړ ځواکونو په ځانګړي توګه له جنرال نیکلوسن څخه مننه وکړه چې په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې لپاره یې په چمتوالي او تدابیرو چارو کې همکاري وکړه.

حنيف اتمر په ځانګړي توګه د امریکا متحده ایالاتو او د ناټو له غړو هېوادونو څخه قدرداني وکړه  چې تر ۲۰۲۴ کال پورې یې د مرستو او همکاریو ژمنه تازه او وغځوله.

د ملي امنيت سلاکار همدارنګه له افغان ځواکونو څخه د هوايي بریدونو او عملیاتو په ترڅ کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو ملاتړ مهم و باله او په دې برخه کې يې د همغږیو پر پراختیا ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې دواړو لورو د ټاکنو د ملي پروسې لپاره د امنیتي چارو د ټینګښت او د رایې ورکوونکو لپاره د خوندي امنیتي فضا پر رامنځته کېدو هم خبرې وکړې.

اتمر زياته کړه،افغان لوری به د ناټو په سرمشریزه کې د خپلو ژمنو او تعهداتو پر عملي کېدو او د چارو د تعقیب په موخه صادقانه هڅې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.