کابل (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٧) : د ملي امنيت سلاکار د ناټو له قوماندان سره دناټو سرمشريزې غونډې پر پرېکړو او د ټاکنو د امنيت په اړه خبرې وکړې.
د ملي امنيت شورا له مطبوعاتي دفتر څخه د چنګاښ په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکولسن نن د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کې د ملي امنیت سلاکار د افغانستان د خلکو او حکومت په استازیتوب د غوڅ ملاتړ ځواکونو په ځانګړي توګه له جنرال نیکلوسن څخه مننه وکړه چې په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې لپاره یې په چمتوالي او تدابیرو چارو کې همکاري وکړه.
حنيف اتمر په ځانګړي توګه د امریکا متحده ایالاتو او د ناټو له غړو هېوادونو څخه قدرداني وکړه چې تر ۲۰۲۴ کال پورې یې د مرستو او همکاریو ژمنه تازه او وغځوله.
د ملي امنيت سلاکار همدارنګه له افغان ځواکونو څخه د هوايي بریدونو او عملیاتو په ترڅ کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو ملاتړ مهم و باله او په دې برخه کې يې د همغږیو پر پراختیا ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې دواړو لورو د ټاکنو د ملي پروسې لپاره د امنیتي چارو د ټینګښت او د رایې ورکوونکو لپاره د خوندي امنیتي فضا پر رامنځته کېدو هم خبرې وکړې.
اتمر زياته کړه،افغان لوری به د ناټو په سرمشریزه کې د خپلو ژمنو او تعهداتو پر عملي کېدو او د چارو د تعقیب په موخه صادقانه هڅې وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن