کابل (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٧): په واشنګټن کې د افغانستان سفير ډاکتر حمدالله محب وايي چې دوى غواړي د کولمبيا د سولې له تجربې ګټه پورته کړي.
د امريکا د لويې وچې پّ هېواد کولمبیا کې د حکومت يوې وسله والې مخالفې ډلې (د کولمبیا انقلابي وسله وال ځواک ـ فارک) له ۵۲ کاله وسله والې جګړې وروسته شاوخوا يو نيم کال مخکې له حکومت سره سوله وکړه.
د کولمبيا په ۵۲ کلنه کورنۍ جګړه کې له ۲۶۰زرو ډېر کسان وژل شوي او تر ۶ ميليونه پورې نور بې کوره شوي وو.
ډاکتر محب چې په واشنګټن کې د کولمبيا لپاره د افغانستان د نا استوګن سفير په توګه هم دنده پر مخ وړي، له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې تېره مياشت کولمبيا ته د سفر مهال يې د دغه هېواد له ولسمشر او نورو چارواکو سره وليدل.
هغه زياته کړه چې کولمبيايي چارواکو د افغانستان د سولې او پرمختيا په چارو کې هر ډول همکاريو ته چمتووالى وښود.
ډاکټر محب وايي چې کولمبيا ته د درې ورځني سفر پر مهال يې د بهرنیو چارو او دفاع له وزيرانو، د سولې، سمون او بېرته ستنېدنې، جګړې ځپلو، پاملرنې او رغونې چارو، موزيمونو، پوهنې، او ښځو چارو له وزارتونو او عالي کمېسیونونو له لوړپوړو چارواکو سره وکتل.
د نوموړي په وينا، کولمبيايي چارواکو د افغانستان د سولې مذاکراتو د بريا او تر هوکړې وروسته چارو د سمون په موخه د کيڼ اړخې فارک FARC وسله والې ډلې سره د خپل حکومت تر څه باندې نيمې پېړۍ لانجې وروسته د سولې لپاره د چاپېریال جوړولو، مذاکراتو بریالي کولو، تړون لاسلیکولو، پلي کولو او له مخې يې د پخوانیو اورپکو عادي ژوند ته راګرځولو، انتقالي عدالت تامینولو او بنسټونو د بیارغولو تجربې له افغان لوري سره شريکې کړې.
د افغانستان سفير وايي، د افغانستان او کولمبیا د دوه اړخیزو سیاسي اړیکو د پیاوړتیا په موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو د لا زیاتو ګډو ټکو پر موندلو هوکړه وشوه.
د نوموړي په وينا، افغانستان غواړي د کولمبيا د سولې له تجربو ګټه واخلي
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن