Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د سړک جوړولو شرکت د تښتول شوو ۴۳ کارګرو برخلیک لا هم نه دی معلوم

کندهار (پژواک، ۶ زمری ۹۷): په کندهار کې د سړک جوړولو شرکت د ۴۳ کارکوونکو له تښتول کېدو څه باندې یوه میاشت تېرېږي، خو لا یې هم د برخلیک په اړه معلومات نشته.

تښتول شوو کسانو د افغان صداقت په نوم له یوه شرکت سره د سپین بولدک- ښوراوک سړک جوړولو کې کار کاوه.

دغه کسان څه باندې یوه میاشت مخې (د غبرګولي ۳۱مه) د وسله والو طالبانو له خوا د یوه برید په ترڅ کې وتښتول شول.

چارواکي او په خپله د یاد شرکت مسوولین وايي، د تښتول شوو کسانو د خلاصون هڅې روانې دي خو تر اوسه دغو هڅو نتیجه نه ده ورکړې.

د افغان صداقت سړک جوړونې شرکت مسوول حاجي غوث الدين پژواک خبري اژانس ته وویل، له هماغه پيله د سیمې د مخورو او قومي مشرانو په وساطت له وسله والو طالبانو سره خبرې شوې خو لا هم تښتول شوي کسان خوشي شوي نه دي.

هغه زیاته کړه، د هغوی د خلاصون هڅې دوام لري او د دوی هیله دا ده چې دغه کسان خوشي شي او خپلو کورنیو ته ستانه شي.

د ده په خبره، د دغو کارکوونکو له تښتول کېدو ۳۵ ورځې تېرېږي چې هره یوه ته یې کورنۍ ور له غاړې دي او په بد حالت کې ژوند کوي.

د نوموړي په وینا، د تښتول شوو کسانو د کورنیو غړي هره ورځ ده ته ورځي او له ده خپل کسان غواړي.

غوث الدين وايي، تښتول شوي کسان ټول عام کارګر دي او په دې برخه کې هر راز اسناد او شواهد وړاندې کولای شي.

نوموړی یو ځل بیا له وسله والو طالبانو غوښتنه کوي چې د تښتول شوو کارګرو پر کورونیو رحم وکړي او هغوی خوشې کړي.

د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا درانی هم وايي چې د تښتول شوو کسانو په را خوشي کېدو کې پرمختګ نه دی شوی.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، د افغان صداقت سړک جوړولو شرکت ۴۳ تنه کارګر چې له تښتول کېدو وروسته د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته وړل شوي، تر اوسه د ګلستان په سیمه کې ساتل کېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.