لښکرګاه (پژواک، ٨ زمرى ٩٧): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې لس وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول جګړن عبدالقدير بهادرزي د زمري په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د نادعلي ولسوالۍ اړوند سيمو کې هوايي بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې لس وسله وال طالبان وژل شوي او يو بل ټپي دى.
دغه راز د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم د يادې پېښې په تاييد سره پژواک ته وويل چې په نادعلي کې د روانو عملياتو په ترڅ کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى او دوه نور سرتېري ټپيان شوي دي.
ځواک دا هم وويل چې نن سهار د لښکرګاه ښار په دويمه امنيتي حوزه کې د پوليسو پر رينجر د ريموټ کنټرول ماين چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دې چاودونه کې دوه پوليس ټپيان شوي دي.
وسله وال طالبان هم د نادعلي جګړې تاييدوي.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې حکومتي ځواکونه د عملياتو په موخه نادعلي ولسوالۍ ته ورغلي وو.
هغه وايي چې دغه ځواکونه د طالبانو له بريد سره مخ شوي چې مرګ ژوبله ورته اوښتې او بېرته پر شا شوي دي.
د يادونې ده، له تېرو څو ورځو راهيسې په نادعلي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له لوري عمليات روان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن