Pajhwok Afghan News

د تګاب ولسوالۍ يوه څاه کې د ګاز له امله دوه تنه مړه او ١٥نور بې هوښه شوي

محمود راقي (پژواک، ٢ وږى ٩٧) : د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ يوه څاه کې د ګاز له امله دوه تنه مړه او ١٥ نور  بې هوښه  شوي دي.

د تګاب امنيه قوماندان محمد نعيم ساپي د وږي په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه پرون ددغې ولسوالۍ د تترخېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، په يوه څاه کې د اوبو ستونزه پيدا شوې وه، يو تن ور ښکته شوى، هغه ګازو نيولى او بې هوښه شوى، ورپسې بل تن ورښکته شوى، هغه هم ګازو نيولى او دواړه مړه شوي دي.

د نوموړي په وينا، کله چې نور کسان ور ښکته شوي، نو ١٥ نور  هم بې هوښه شوي چې بيا روغتون ته لېږدول شوي دي.

د جان اغا په نوم د تتر خېلو د سیمې يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل چې خلک له څاه ګانو د کرنيزو ځمکو لپاره اوبه د جنراتور په وسيله راکاږي .

هغه وايي، په څاه کې د جنراتور لوګى راټول شوى و او کله چې دغه کسان ور ښکته شوي، نو دوه تنه يې مړه او ١٥ نور يې بې هوښه شوي وو.

Views: 1

Exit mobile version