کابل (پژواک، ١١ وږی ٩٧): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د افغانستان د ستر ملي ايتلاف له خوا د دولتي او ټاکنو د حساسو موادو نشرول د عامه ذهنیت او د ټاکنو د ملي بهیر ګډوډول وبلل او له عدلي او قضايي ارګانونو یې د هغو کسانو د نیولو غوښتنه وکړه چې د ټاکنو د ملي بهیر د بدنامولو هڅه کوي.
د افغانستان ستر ملي ايتلاف تېره ورځ زرګونه داسې جعلي تذکرې چې سټېکرونه پرې لګېدلي وو په یوه خبري ناسته کې له رسنیو سره شریکې کړې.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن په هغې خبرپاڼه کې چې د یاد کمېسیون د ویاند او کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي له خوا ولوستل شوه، د دې موضوع پر وړاندې یې غبرګون وښود.
په اعلامیه کې ویل شوي چې تېره ورځ د (افغانستان ستر ملي ايتلاف) تر عنوان لاندې ساسي جریانونو د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې په برخه کې پر دغه کمېسیون تورونه لګولي او د رایې ورکوونکو ځینې شکمنې سټېکر لرونکې تذکرې یې لیدو ته اېښې او ادعا یې کړې چې ګواکې د رایي ورکوونکو په نوم لیکنه کې درغلي شوې، دوی ګواښ وکړ چې د ټاکنو د بهیر مخه نیسي او دغه بهیر به تحریم کړي او د ټاکنو پر بدیل لارو به فکر وکړي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې د ټاکنو کمېسیون د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې د ښې روڼتیا په موخه د معلوماتو بانک (ډېټابېس) رامنځته کړی چې په هغه کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې د ټولو هغو کتابونو چې مرکز، ولایتونو، ولسوالیو او کلیو ته لېږل شوي وو، ځانکړتیاوې رسول کېږي او د بدلون وړ دي. کمېسیون له پرمختللې کړنلارې او ټکنالوجۍ په استفادې کولای شي روښانه کړي چې د نوم لیکنې کتابونه د ولایت، ولسوالۍ او کلیو په کچه د نوم لیکنې په کوم مرکز پورې اړه لري او د لېږد، له هغو څخه د استفادې او په ټولیز ډول د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې په هر مرکز کې کوم کسان موجود و؟
د خبرپاڼې په دوام کې راغلي، د ټاکنو کمېسیون د هغه مخکینیو راپورونو، د رد سیستم او پورته یادو شوو میکانیزمونو له لارې تر لاسه کړې چې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې په جریان کې د نوم لیکنې ۶۰ کتابونه ورک او یا د وسله والو مخالفینو له خوا سوځول شوي دي. دغه کتابونه د رد سیستم له لارې پېژندل شوي او کمېسیون اعلان کړی چې یاد کتابونه اعتبار نه لري او د رایې ورکوونکو په نوملړ کې نه شامېلېږي، نو له دې امله هغه کسان چې له هغې څخه یې استفاده کړې وي، رایه نه شي ورکولای.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ټاکنو کمېسیون د قانون له مخې د معلوماتو ملي مرکز (ډېټابېس) جوړ کړی دی او په ډېټابېس کې یې د معلومات د ثبت لپاره ځانګړي میکانیزمونه رامنځته کړي دي، دغه ډېټابېس او میکانېزمونه دا وړتیا لري چې ټول شکمن او غلط موارد وپېژني. تر اوسه د نوم لیکنې ۲۵ کتابونه شکمن پېژندل شوي او د لنډ وخت لپاره به دېټابېس ته نه زیاتېږي.
د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، ډېتابېس ته د رایې ورکوونکو د معلوماتو د رسولو بهیر جریان لري چې له پوره کېدو وروسته به د ۱۳۹۷ کال د وږي په وروستیو کې د رایې ورکوونکو نوملړ برابر او د شکمنو مواردو، د هغه د ارزونې د څرنګوالي او د هغه کسانو د پوره لېست سره چې څو ځلې یې نوم لیکنه کړې جوخت به خپور شي، په ورته وخت کې به هغه کسان چې د رایې ورکوونکو په نوملړ کې شامل نه وي، د ټاکنو په ورځ رایه نه شي کارولی.
د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: ((کله چې د نفوسو د احوال د ثبت له ادارې سره د هوکړه لیک له همکاریو ډاډ ترلاسه شو، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تذکرې پر اساس د رایې ورکوونکو نوم لیکنه پیل کړه. د یاد هوکړه لیک په پام کې نیولو سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایې ورکوونکي په حیث د خلکو په هر ډول تذکره سټېکر لګول او د تذکرو د سم والي مسوولیت د نفوسو د احوال د ثبت ادارې پر غاړه دی. دغه راز د نفوسو د احوال ثبت ادارې کمېسیون ته ډاډ ورکړی چې ټولې وېشل شوې تذکرې یې الکترونیکي کړې او هغه اصلي او جعلي تذکرې چې د رايې ورکوونکو د نوم لیکنې په بهیر کې ترې استفاده شوې پېژندل کېږي.))
په خبرپاڼه کې راغلي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون به ډېټابېس ته د معلوماتو تر رسولو وروسته به ټول معلومات د نفوسو د احوال د ثبت ادارې له ډېټابېس سره مقایسه کړي او د دې ادارې له خوا به جعلي تذکرې تر تایید وروسته د رایې ورکوونکو له نوملړه لرې شي.
د ټاکنو کمېسیون د اندېښنې په څرګندولو ويلي: ((دې ته په کتو چې د ټاکنو په بهیر کې د سیاسي ګوندونو او جریانونو مسوولیت او دنده نوم لیکنې ته د رایې ورکوونکو هڅول او له ټاکنیزو بهیرونو جدي څار دی، دغه کمېسیون تمه لرله چې سیاسي جریانونه او ګوندونه به د رایې ورکوونکې لپاره خلک نوم لیکنې ته وهڅوي او له دغه بهیره به څارنه وکړي، د یاد بهیر د ښه والي لپاره به خپلې لاسته راوړنې وخت پر وخت له کمېسیون شره شریکوي چې له بده مرغه دا کار ونه شو.
دا چې سیاسي جریانونه د «افغانستان ستر ملي اېتلاف» تر عنوان لاندې په دې وخت کې دولتي او حساس ټاکنیز مواد راټول کړي او د ټاکنو د ملي بهیر د بدنامولو او عامه ذهنیت خرابولو لپاره یې لیدو ته ورکړي څو د ټاکنو بدیل لارې تقویه کړي، دغه موضوع، د اسنادو راټولولو څرنګوالی او دې اسنادو ته د سیاسي جریانونو لاسرسی خپله یوه پوښتنه ده.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن