جلال اباد (پژواک، ۱۱ وږی ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د ملي امنيت رياست په هلو ځلو د داعش دوه پاکستاني وسله وال چې د دې ډلې له رهبرۍ سره نږدې پاتې شوي، له حکومت سره یو ځای شوي دي.
دوی وايي، تسليم شوو وسله والو د خپلې کورنۍ غړي هم له ځان سره راوسلتي او اوس د ملي امنيت په رياست کې ساتل کېږي.
که څه هم رسنيو ته د يو ځای شوو وسله والو د کورنيو د غړو ښودو ژمنه هم شوې وه، خو نن د ملي امنيت رياست په انګړ کې يوازې تسليم شوي وسله وال وښودل شول.
د يو ځای شوو وسله والو له ډلې نقيب الله وويل چې څلور کاله مخکې هغه مهال چې دغه ډله رامنځته شوه، دوی د پاکستاني طالبانو له ډلې د حافظ سعيد په مشرۍ له داعش سره يو ځای شول.
هغه زياته کړه، په تېرو څلورو کلونو کې يې په بېلابېلو دولت ضد کړنو، د ملکي خلکو په ربړونو او وژنو کې لاس درلود.
نقيب الله وايي، په دې وروستیو کې چې د دې ډلې کړنې ټولې د عامو خلکو پر زيان تمامې شوې، دوى د ملي امنيت له رياست سره په اړیکه کې شول او له حکومت سره یو ځای شول.
دی وايي، داعش ډلې د مياشتني معاش تر څنګ د دوی د اړتيا وړ نورې پيسې هم ورکولې، امکانات، وسلې او مهمات ورته له پولې هاغې غاړې راتلل.
د نوموړي په وينا، د داعش په ليکو کې د تاجکستان، ازبکستان، اذربايجان، چيچنيا، پاکستان، عرب، ترک او نور بېلابېل جنګيالي موجود وو چې رهبري او مشري تر ډېره له بهرنيانو سره وه.
دغه راز د يو ځای شوو وسله والو له ډلې سجاد وويل چې دوی ټول اووه کسان دي چې دوه د صديق اولادونه او يوه يې مېرمن او د ده خپله مېرمن او يو زوی دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته وويل چې د پاکستان د اورکزيو ايجنسۍ اصلي اوسېدونکي صديق الله او سجاد چې د داعش ډلې له رهبرۍ سره له نږدې اړيکې لري او څلور کاله په دغه ډله کې پاتې شوي ملي امنيت ته تسليم شول.
د هغه په وينا تسليم شوو وسله والو خپلې مېرمنې او ماشومان هم له ځان سره راوستي او دغه راز يې خپلې دوه ميله وسلې هم راوړې دي.
خوږياڼی وايي: ((دوی هغه مهال چې داعش ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د شيخ عبدالرحيم مسلم دوست چې د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، په مشرۍ ننګرهار کې فعاليتونه پيل کړل، له دغې ډلې سره يوځای شوي دي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن